د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ۱۲ ملکي کسان وژل شوي


په افغانستان کې ۱۲ ملکي کسان وژل شوي
په افغانستان کې ۱۲ ملکي کسان وژل شوي

د افغانستان په ختیځ کي د سړکونو په غاړو د بمونو په بېو بېلو چاودنو کي ١٢ ملکي افغانان او د ناتو یو عسکر وژل شوي دي.

ناتو ددې عسکر په باب څه نه دي ویلي چی د کوم هیواد و او نه یې ددې حملې چی نن د جمعې په ورځ وشوه، جزئیات څرگند کړي دي.

ناتو دا هم وویل چی پرون د تعمیراتي چارو درې افغان کارگران وژل شوي او دوه نور هغه وخت زخمي شوي دي چی د غزني د ولایت د قره باغ په ولسوالي کي د بم یوه چاودنه وسوه.

وروسته په همدې ورځ د تعمیراتي چارو نهه تنه کارگران د کنړ د ولایت د برکنړ په ولسوالي کي د سړک په غاړه د بل بم په چاودنه کي ووژل سول.

XS
SM
MD
LG