د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما وايي په هلمند کې ۲۵ ولسي خلک وژل شوي


یوناما وايي په لښکر ګاه کې د طالبانو په ځانمرګي برید هم اووه افغانان وژل شوي
یوناما وايي په لښکر ګاه کې د طالبانو په ځانمرګي برید هم اووه افغانان وژل شوي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر، یوناما، په هلمند کې د ملکی خلکو په وژلو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما وايي د دوی پلټنې ښيي چې په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او طالبانو په ځانمرګي برید ۲۵ ولسي افغانان وژل شوي دي.

یوناما وايي په دغو پېښو کې یو شمېر نور خلک ژوبل شوي هم دي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

د یوناما یوه اعلامیه وايي چې د فبرورۍ په ۹ او ۱۰ بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د "مخالفانو" پر مرکزونو بریدونه وکړل چې د لومړنیو پلټنو له مخې په دغو عملیاتو کې ۱۸ ښځې او ماشومان ووژل شول.

یوناما وایي د شنبې په ورځ په لښکرګاه کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په ځانمرګي برید کې هم اووه ولسي خلک ووژل شول او یو شمېر نور یې ژوبل شول.

عبدالجبار قهرمان چې ولسمشر هلمند ته د همدغو پېښو د پلټنو لپاره استولی، اسوشیتد پرس ته وویل چې د سنګین په ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۳ او د بلې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي. ښاغلي قهرمان طالبان تورن کړل چې له ملکي وګړیو یې سپر جوړ کړی دی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو ویاند، بل سلفین، ویلي چې د هلمند د علمیاتو په اړه یې پلټنې پیل کړي چې لا یې نتیجه معلومه نه ده.

په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال په روان تاوتریخوالي کې ۳۴۹۸ ملکي خلک ووژل شول او۷۹۲۰ تنه نور ژوبل شول. یوناما روان تاوتریخوالي تېرکال یوازې په هلمند کې ۸۹۱ تنه ووژل.

XS
SM
MD
LG