د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په ۲۰۱۱ کال کې د نورو کلنو په پرتله ډیر ملکیان وژل شوي دي.


ملګري ملتونه: په ۲۰۱۱ کال کې د نورو کلنو په پرتله ډیر ملکیان وژل شوي دي.
ملګري ملتونه: په ۲۰۱۱ کال کې د نورو کلنو په پرتله ډیر ملکیان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو یو رپوټ وایي چي تیر کال په افغانستان کي په شخړو او جگړو کي تر ٣٠٠٠ زیات ملکي خلک وژل شوي دي چي دا د هغه هیواد کي په لس کلنه جگړه کي په یوه کال کي د ملکیانو تر ټولو زیات تلفات دي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د مرستو هیات نن د شنبې په ورځ وویل چي په ٢٠١١ کال کي په هغه ملک کي ټول ٣٠٢١ کسه وژل شوي دي چي دا د هغه نه مخکي یو کال تر تلفاتو ٨ فیصده زیاتوالی ښئي.

رپوټ وایي چي ددغو ملکي افغانانو په وژلو کي د ٧٧ فیصده مسئولیت د یاغیانو په غاړه دی. او د ناتو په مشري او د افغانستان حکومتي قواوي د ۴١٠ تنو ملکیانو د وژلو مسئولي دي. د پاته ٢٧٩ ملکیانو د وژلو مسئولین لا معلوم نه دي.

په دې رپوټ کي دا هم ویل شوي دي چي د سړک د غاړي بمونه او په ځمکو کي ښخ شوي نور بمونه چي خلکو او موټرو ته چول شوي دي « د افغان ماشومانو، ښځو او سړیو د مرگ ژوبلي ډیر لوی سبب و. » د ځان مرگو په حملو کي د تلفاتو شمیر هم په ٢٠١١ کال کي په ډیره اندازه لوړ شوی او ۴٥٠ تنو ته ورسید چي په دې کي بیا د ٢٠١٠ کال په پرتله ٨٠ فیصده زیاتوالی لیدل کیږي.

د ملگرو ملتونو خاص آستاځي ( جان کوبیس ) وویل چي په دې جگړه کي به لا ډیر نور ملکي افغانان هم ووژل شي.

XS
SM
MD
LG