د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې شپږ پولیس او لس ولسي خلک وژل شوي


پر افغان پولیسو داخلي بریدونه وړاندې هم شوي دي.
پر افغان پولیسو داخلي بریدونه وړاندې هم شوي دي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کي ځینو افغان پولیسو خپل شپږ نور ملګري په چړو او تبرونو وژلي او له سیمې تښتېدلي دي.

چارواکي وايي شاید وژل شوي پولیس تر پېښې مخکې بې هوښه کړل شوي وي او بیا پرې برید شوی وي.

پېښه د سور ګودر په امنیتي پوستې کې شوې ده.

د هلمند د پوليسو ویاند شاه محمود د امریکا غږ اشنا ته وویل چي دوی پدې باب تحقیقات پيل کړي .

طالبانو د برید مسولیت منلی او دعوه یې کړې چې برید ګر د دوی کسان وو .

د هرات د ګاز ډبې چاودنه

په هرات ښار کې بیا د ګاز ډبې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه لس تنه مړه شوي چې د یوه کور غړي دي. په مړو کې یې درې ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

پېښه د ښار په پنځمه ناحیه کې شوې ده، له چاودنې وروسته کور اور اخیستی دی.

راپورونه وايي چې د اورضد او ژغورنې عملیه سیمې ته په ځنډ رسېدلې او سوځېدلي کسان یې روغتون ته ناوخته رسولي چې شاید له همدې کبله تلفات زیات شوي وي.

د هرات د امنیې قومندان عبدالحمید روزي وویل چې دوی د ژغورنې دعملیې د ناغیړۍ په اړه تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG