د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مذهبي مشرانو د تاوتریخوالي بندېدل غوښتي دي


Afghan National Army soldiers keep watch as Afghans gather outside a U.S. base in Panjwai district Kandahar province, March 11, 2012.

Afghan National Army soldiers keep watch as Afghans gather outside a U.S. base in Panjwai district Kandahar province, March 11, 2012.

نن د جمعې په ورځ په افغانستان کې مذهبي مشرانو د روژې د مبارکې میاشتې د پیلولو په لړ کې د سولې غوښتنه وکړه. په دې سپیڅلي میاشت کې مسلمانان د ورځې له خوا د خوراک، څښاک سګړټو او جنسي اړیکو نه ډډه کوي او پرځای یې خپل پر روحانیت باندي تمرکز کوي، ښه اعمال اجرا کوي او خیریه کارونه کوي.

افغان مذهبی مشرانو ددغې میاشتې نه د یوې موقع په توګه استفاده وکړه او په دغه هیواد کې یې د وینې تویدنې او وژنې د ختمېدو غوښتنه وکړه.

افغان مذهبي مشر عبدالروف وايي چې د روژې په مبارکه میاشت کې خلګ باید د ځانمرګو بریدونو له لارې او یاهم د بلې هر لارې ونه وژل شي. پرځای یې په کار ده چې د سولې، وروګلوی او ترحم پیغام خپور شي.

د کابل پر سړکونو موټرې تلاشي کولې چې دا یقیني کړي چې وسله وال د دې مبارکې میاشتې نه ګټه وانخلي او بریدونه ونکړي. د روژې میاشت د ټولو مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG