د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي اجماع غړو په مزار شریف کې غونډه کړیده


د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم ، د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د ملي جبهې نه احمد ضیا مسعود ، د بلخ ولایت والي عطا محمد نور او د افغانستان د ملی امنیت پخواني ریْس او د ملي جبهې غړي امرالله صالح په یوې غونډې کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د ملي اسلامی غورځنګ مشر جنرال عبدالرشید دوستم که څه هم په مستقیمه توګه تایید نکړه چې دوي به د بلخ والي عطا محمد نور د نوماندۍ ملاتړ کوي خو ویې ویل چې ښاغلی نور د مشرۍ لیاقت لري،، که د افغانستان هر ولایت یو داسې والي ولری ډیر پرمختګونه به وشي او دی د ستایلو لایق دی.،،

جنرال عبدالرشید دوستم زیاته کړه چې پخوانیوو انتخاباتو کې یې د کرزي ملاتړ کړی وو خو وروسته پوه شو چې د هغه چلند ورسره وروسته سم نه وو،، زمونږه ستوني وشکیدل کرزي صاحب ته رایې ورکړیْ کرزي صاحب ته رایې ورکړې په ازبکي مو وویل، دری پشتو ترکمنی او هره ژبه په کندهاری لهجه مو نارې کړې چې کرزی صاحب ته رایې ورکړې خو اوس دا دی دا توقع مو نه تری درلوده چی هره ورځ مو په ملي خیانت تورن کړی او یا د حیرتانو د بندر د عوایدو به اختلاس تورن شو.،،

په غونډه کې د ملي جبهی مشر احمد ضیا مسعود همداشان وویل چې دوي به بیا چاته اجازه ورنکړي چی د تقلب له لارې خپله یا یې ورور او یا یې سکر تر او یا د کورنی یو بل غړی په خلکو حکومت کولو ته دوام ورکړي. ،،یواځي همدا یوه کورنۍ حق لري چی که خپله نه وي ورور یې او که ورور یې نه وي سکرتر یی یا د کورنۍ بل غړی یې په خلګو حکومت وکړي هغه هم د تقلب له لارې، مونږ په جمهوریت اعتقاد لرو او دا معنا نه لري چې سیاسي حاکمیت یوې کورنۍ ته میراثي پاتې شی. مونږ وایوو چې که څوک د د تقلبې کارتونو او کارونو له لارې بیا ځان قدرت ته ورسوي دا ملت یی تحمل او حوصله نلری مونږ به سیاسی غوڼدو ، مظاهرو او داسي نورو حرکتونو په لاره اچولو سره د خلکو حق حصول کړو.،،

د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق په دې غونډه کې وویل چې د دوي راټولیدل دلته په دی معنا دی چې د افغانستان راتلونکی سیاسي بدلون ته به دوی په یوه لاره ګام ایږدي. ،، مونږ کولای شول په یواځي توګه له هغه ځایه خپل موقف اعلان کړو خو دلته د حضرت علي د مرقد خوا ته د خپلو مشرانو ترڅنګ دی ته راغلي یوو چې خپل پیغام د افغانستان خلکو ته داسې ورسوو چې همدا کسان چی ددی میز تر شا ناست دی د ټاکنو پر مهال به یوه خوا ګام ایږدی له خلکو غواړو چې خپلې رایې ضایع نکړي او په یوه صندوق کی یی یوه کس ته واچوي . مونږ به خپل کس وروسته ملت ته وروپيژنو.،،

د ملي امنیت پخوانی ریس امرالله صالح وویل چی هیڅ چاره نشته چې د ولسمشر ټولټاکنې دي د ونشي نو د دې لپاره باید د امنیت ستونزې حل شي. نوموړي زیاته کړه چې باید نوي کارتونه وویشل شي او همداشان د امنیت د تامین په هکله یې د انتقال پروسه ناکامه وبلله . ښاغلي صالح وویل چې د افغان په حیث د انتقال پروسې لپاره بدیل نه ویني که څه هم دا پروسه ناکامه ده ، باید ترسره شي.

په دی غوڼډه کی وویل شول چی د اوسنیو رای ورکولو د کارتونو باطلول او همداشان د واجد شرایط خلګو لپاره د نویوو کارتونو او الکترونیکي تذکرو ویش د هیواد د عادلانه انتخابالتو اصلي ضرورت دی. د غونډې ګډون والو خپلی ټولې غوښتنې او د په دې جلسې کې د یادولو وړ مطالب په یوې قطعنامې کې ځای پر ځای کړي وو.

فریده رستم خیل- بلخ
XS
SM
MD
LG