د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي قواو د پاته کیدو لپاره تړون ته اړتیا شته


وال ستریت ژورنال لیکي چې په افغانستان کې د امرېکايي قواو د شتون لپاره ېو نوی تړون ته اړتیا شته.
وال ستریت ژورنال لیکي چې په افغانستان کې د امرېکايي قواو د شتون لپاره ېو نوی تړون ته اړتیا شته.

د امریکا ددفاع او بهرنېو چارو وزارتونه غواړي چې ، د ۲۰۱۴ کال نه ورسته، نسبتا ډیر شمېر عسکر په افغانستان کې پرېږدي.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼه لیکي دامريکا ولسمشر باراک اوباما دېته اړتېا لري چې په افغانستان کې د امرېکايي قواو د شتون لپاره ېو نوی تړون وکړي چې دهغوی موجودېت هلته توجیه کړی شي.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر اوباما لپاره ېو مهم کار په افغانستان کې دعسکرو د شمېر او دهغوی د وظاېفو او قانوني حېثېت د معلومولو خبره ده.

په دې برخه کې په 2011 م کال کې دعراق مثال او سږکال د سورېې مثالونه ډېر هڅوونکي ندي، خو د اوباما اداره کولی شي چې په افغانستان کې د عسکرو د پاتې کېدلو مسله په سمه توگه سر ته ورسوي.

درې کاله مخکې، د امريکا ولسمشر باراک اوباما په ېوه وروستۍ نېټه باندې موافقه وکړله چې د 2014 م کال په اخر کې به په افغانستان کې، محاربوي او جنگي عملېات پاېته ورسوي. خو ورځپاڼه لیکي چې دا جگړه په دې نه ختمیږي چې امريکا ېې ختمه وبولي.

ېوې قوي بهرنۍ قوې ته تر څو کلونو پورې اړتېا لیدل کېږي چې په افغانستان کې پاتې شي چې دغه هېواد له طالبانو او القاعده نه خوندي وساتي.

وال سټریټ ژورنال لیکي دامريکا د ملي امنېت ېوشمېر سلاکاران غواړي چې بل کال ته له افغانستان څخه په بشپړه توگه ووځي، لکه څنگه چې درې کاله مخکې، له عراق نه ووتل. دغه سلاکاران غواړي دهغو امرېکاېانو په زړه پورې برابر کار وکړي چې، تېر دولس کلن جنگ ستومانه کړي دي.

په دې لړکې د امریکا ددفاع وزارت او بهرنېو چارو وزارتونه غواړي چې نسبتا غټ شمېر عسکر په افغانستان کې پرېږدي. خو دا دوه وزارتونه، د اوباما په اداره کې غوڅ نقش نلري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په دې ورځو کې ېو داسې شریکباڼی دی چې کار کول ورسره گران دي. هغه خپل نظر ژر ژر بدلوي او دا کار په واشنگټن کې دهغه له مدعا سره مرسته نه کوي.

تېره مېاشت د بهرنېو چارو وزیر جان کېري فکر وکړ چې د دوه اړخیز امنیتي تړون په برخه کې ېې کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې روغه جوړه وکړله، خو وروسته بېا ښاغلي کرزي هغه څه ونکړل چې ښاغلي کري ېې تمه لرله.

افغانستان غواړي چې دامریکا دعسکرو د مصئونیت له مسئلی نه گټه واخلي او له امریکا نه داسې څه ترلاسه کړي چې دافغانستان په خاوره کې پرې ډېر کنترول ولري. د ښاغلي کرزي سلاکاران هغه ته وايي چې امریکا لافې کوي چې وايي موږ به ټول عسکر وباسو.

وال سټريټ ژورنال لیکي چې په امنیتي تړون کې غټه ستونزه داده چې امریکا غواړي په هغو ټولو عسکرو اومامورانو باندې پوره کنترول ولري چې په بهرکې دي. پکارده چې ښاغلی کرزی په دې پوه شي چې په دې مسله خبرې نشی کېدلی.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې له ېوې خوانه خلک جگړې ستړي اوستومانه کړي دي، او له بل پلوه مطبوعاتو هم په افغانستان کې د امریکا کامېابي سمه نده څرگنده کړې. په داسې حال کې چې افغانستان مشروع اساسي قانون لري، نجونې ښوونځېو ته ځي او اقتصاد ېې مخ په غوړېدو دی. دکابل حکومت ښايي په اداري فساد اخته وي خو ترهغه وخت ډېر ښه دی چې د 1970 له لسیزې نه را په دې خوا هلته موجود وو.
XS
SM
MD
LG