د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د افغانستان اداري فساد ختمول لسیزې نیسي


ناټو: د افغانستان اداري فساد ختمول لسیزې نیسي
ناټو: د افغانستان اداري فساد ختمول لسیزې نیسي

په افغانستان کې د ناټو د قواوو د بریالیتوب په مخکې د نورو خنډونو تر څنګ یو یې هم ددغه هیواد په حکومت کې فساد او رشوت خوري ده.

که څه هم چې پدې اړه کره او دقیق شواهد ډیر لږ دي خو د افغانستان د حکومت په ځینو لوړرتبه چارواکو باندې دا شک کیږي چې د خپل قدرت او واک نه په ګټې اخیستنې سره یې ځانونه ښه ماړه کړیدي او داسې قراردادونه یې اخیستې دي چې پیسې پکې ښې ډیرې دي.

د امریکا متحده ایالات او د ناټو انډیوالان یې د افغانستان سره په میلیاردونو ډالرو مرستې کوي. تحقیق کوونکي اوس پدې باندې کار کوي چې وایي په ځینو امنیتي او همدارنګه نورو قراردادونو کې فساد او رشوت خوري شویده. د افغانستان د چارو کارپوه میرمن کیټ کلارک وایي چې د څو لسیزو جګړو وروسته اوس په افغانستان کې فساد د ژوند کولو یو لار شویده.

" په کوم یوه هیواد کې تاسو لیدلي دي چې د یوې سترې نظامي اډې قرارداد دې د هیواد دفاع د وزیر د زوی سره وي، زما او ستاسو په هیواد کې دا کار غیرې قانوني ده او دا کار بیخې کیدی نشي او دا به یوه قومي وګڼل شي نو بیا ولې دا کار په افغانستان کې کیږي."

میرمن کلارک وایي چې د دې ستونزې سرچینه د جګپوړه مقاماتو نه ده.

"د افغانستان اقتصاد د مافیا د اقتصاد په شان دی، د افغانستان پولیس او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت پدې کې شامل دي. پدغو ادارو کې څوکۍ په پیسو باندې خرڅیږي. که څوک غواړي چې د قاچاقو په یوې مهمې لارې کې د سرحدي پولیسو مشر شي نو دا ټول کار په پیسو باندې کیږي. که چیرته یوه پوسته په پیسو واخیستل شي نو باید چې مصرف شوې پیسې د مخدره موادو د قاچاقچیانو نه بیرته واخلي او دا کار اوس هم روان دی."

د ایټالیا د پوځ برید جنرال کارمیلو بوریګو چې د ایټالیا د مافیا سره یې څو کاله جګړه کړیده او اوس د افغانستان د ملي پولیسو د روزنې مسؤلیت په غاړه لري وایي چې د فساد سره مبارزه په افغانستان کې څو کاله وخت ونیسي.

" د فساد سره په مبارزه کې مونږ باید چې د هغو لارو چارو نه کار واخلو چې مونږ یې په ایټالیا کې ترینه ګټه اخلو. او که چیرته غواړو چې د مافیا پر ضد مبارزه وکړو نو دا د یو نسل خبره ده. که مونږ غواړو چې د فساد پر ضد مبارزه وکړو نو باید چې د ټول ولس نظر او فکر بدل کړو او د خلکو د ذهن او فکر بدلول پدې معنې چې دا کار پنځوس، شپیته او یا اویا کلونه وخت نیسي. "

برید جنرال بوریګو وایي د فساد سره په مبارزې کې باید چې د افغانستان د ټولنې ټولې برخې په پام کې ونیول شي.

" په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې لپاره باید چې په تګلارې کې بدلون راشي. مونږ دلته پدې مبارزې کې یوې نړیوالې تګلارې ته اړتیا لرو، یوې ټولنیزې تګلارې ته اړتیا لرو. د افغانستان د ټولنې ټولې برخې باید چې پدې مبارزې کې راګډې شي. د ټولنې د ټولو برخو نه زما هدف دا دی چې مذهبي مشران، سیاست مداران، ښوونځي ټول باید چې پکې راګډ شي، دا کار یوازې په قاضیانو، څارنوالانو او پولیسو باندې نه کیږي. "

د افغانستان د چارو کارپوه میرمن کیټ کلارک په پای کې وایي چې یوه بله مهمه ستونزه دا چې د ناټو قواوې دیته زړه ښه کوي چې د هغو کسانو سره معامله وکړي چې په سیمه کې زور او واک لري.

" افغان ولس داسې فکر کاوه چې بهرنۍ قواوې پدې خاطر افغانستان ته راغلي دي چې هغوي وژغوري. هغوي فکر کاوه چې بهرنیان به د ملکي افغانانو د ساتنې لپاره راغلي وي خو ریښتیا خبره بیا دا ده چې دغه قواوې هغو قوماندانانو سره سیاسي مرستې کوي او د میلونونو ډالرو قراردادونه هم ورته ورکوي چې د بشري حقونو نه په سرغړاونه تورن دي او همدرنګه یې جنګي جرمونه کړیدي.

د افغانستان د ولس باور او اعتبار ګټل په افغانستان کې د ناټو د اوسنۍ ستراتیژۍ یا تګلارې په سر کې ده. د ناټو چارواکي وایي چې د فساد سره مبارزه او یا د فساد مخنیوی د دغې تګلارې یوه برخه ده خو هغوي دا مني چې دا کار ډیر ګران دی او د اوږدې مودې دنده ده.

XS
SM
MD
LG