د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د چارواکو د شتمنیو د ثبتولو امر وکړ


ولسمشر محمد اشرف غني له ټولو جګپوړو حکومتي چارواکو غوښتي چې خپلې شتمنۍ، جایدادونه او ملکیتونه ثبت او راجستر کړي. د ارګ اعلامیه وايي د سه شنبې په ماښام د "اقتصاد د عالي شورا" په غونډه کې دا پرېکړه وشوه، چې اصلي هدف یې د فساد مخنیوی بلل کیږي.

افغان چارواکي وايي له فساد سره د مبارزې او د "لوړ پوړو دولتي مقاماتو د شتمنیو د ثبت" مسوده یې ولسي جرګې ته استولې ده، خو افغانستان له فساد سره د مبارزې قانون لري، چې له چارواکو غواړي خپلې شتمنۍ او جایدادونه ثبت کړي.

ولسمشر غني ویلي چې د فساد په ضد مبارزه په تشو شعارونو نه کیږي او عملي اقداماتو ته اړتیا شته.

پوښتنه دا ده، چې دا کار به د فساد سره په مبارزې کې څومر ګټور وي؟ د سیاسي چارو کارپوه مطیع الله اباسین د امریکا غږ اشنا ته وویل که دا کار عملي شي، د فساد سره مبارزه به هم تر ډېرې اندازې بریالۍ شي.

ښاغلي اباسن وویل " ډېر چارواکي دي چې نه یې سرمایه معلومه نه ده، نه یې د عایداتو لارې، نه يې حکومت ته د مالیې ورکولو اندازه، خو ورځ په ورځ شتمن کیږي او د کورونو او جایدادونو مالکان کیږي. د شتمنیو او جایدادنو په ثبت او راجستر سره به دا هر څه معلوم شي. ولس هم غواړي چې په دې ټولو خبر شي".

دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت له چارواکو غواړي خپل جایدادونه او شتنمۍ ثبت کړي، د پخواني ولسمشر کرزي په حکومت کې هم دا غوښتنه شوې.

ولسمشر غني د تېر کال د نومبر په میاشت کې په حکومتي ورځپاڼې انیس کې خپله شتمنۍ او جایدادونه اعلان کړل، چې ۴.۷ میلیونه ډالره وه. ولسمشر غني وايي د څه باندې څلور جریبه ځمکې په اندازه په کابل کې یو کور هم لري. هغه وايي چې د شتمنیو ډېره برخه یې د میرمنې، رولا غني، ده.

همدغه راز د افغانستان اجرایي ریس عبدالله عبدالله هم خپل شتمني او جایدادونه اعلان کړي. هغه وايي ټوله نقدي شتمني يې شاوخوا ۱۵۳ زره ډالره ده او د کابل په ښار کې یو کور او په پغمان کې یو جریب ځمکه لري.

شاید دغو مشرانو غوښتي وي، چې په دغه کار سره نور چارواکي هم وهڅول شي چې دا کار وکړي،خو دا به وروسته معلومه شي، چې کوم حکومتي مقامات، څومره شتمنۍ او جایدادونه لري او شاید ځینې یې داسې هم وي چې هېڅ هم ثبت نکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG