د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی غواړي د فساد ضد تحقیقاتو کې بهرنیان محدود کړي


د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزی هڅه کوي چې داسي نوي قوانین تطبیق کړي چې د فساد ضد تحقیقاتو کې د بهرنیو دخالت محدود کړي.

د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکو وايي چې ښاغلي کرزي د نویو قوانینو د تطبیق غوښتنه کړې چې په ترڅ کې به یې په هغو دوو د فساد ضد ادارو کې د بهرنیو مستقیم دخالت محدود شي چې د دغه ملک د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې کار کوي.

ښاغلي الکو زیاته کړه چې جمهور ریْس کرزی اوس هم غواړي چې بهرني مشاورین یادشویو د فساد ضد ادارو ته لوژستیکي او تخنیکي آسانتیاوې برابرې کړي.

واشنګټن پر جمهور ریْس کرزي باندي فشار اچولی چې په خپل حکومت کې دننه د اداري فساد سره مبارزه وکړي چې دا یوه داسي ستونزه ده چې ځیني وخت د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو د سړیدو سبب ګرځي.

واشنګټن پوست ریپوټ ورکوي چې دغو ورستیو تغییراتو آمریکايي مامورین ودې ته هڅولي دي چې جمهور ریْس کرزی په دې قانع کړي چې په نویو قوانینو کې د نسبتاْ نرم دریځ نه کار واخلي.

د آمریکا متحده ایالات داسي ویره لري چې په افغانستان کې اداري فساد د طالبانو په مشري یاغي ګري لاپسي غېښتلې کوي او هغې چارې لا پسي پېچلي کوي چې یوه سالمه حکومتداري رامنځ ته شي ترڅو را روان کال آمریکايي قواووې افغان امنیتي قواوو ته د مسولیت سپارلو لړۍ پیل کړي.

XS
SM
MD
LG