د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ تاریخي کامیابي


د افغانستان د کرکټ ټیم په بنګله دیش کي بنګله دیش ته د زرهاو بنګله دیشیانو په مخکي ستره او تاریخي ماتې ورکړه.

بنګله دیش چي د کرکټ د نړیوالې شورا غړی او د لومړۍ درجې د لسو ټیمونو د جملې څخه دی، د افغانستان په شان د یو نوي او ځوان ټیم نه ماتې خوړل ډیر ستر تاوان دی.

د ډهاکې په فتح الله میدان کي شوې دا یو ورځنۍ لوبه چې د اسیا د جام دپاره د څلورو ملکونو ترمنځ د روانو سیالیو یوه برخه وه بنګله دیش پکي اول خپل بالنګ یا توپ اچونه وکړه او د لوبي په اوله برخه کي افغانستان د سخت مشکل سره مخ کړی و.

په مجموعي ډول د ۹۰ منډو سره نیمی ټیم یا۵ لوبغاړي سوزیدلي و او داسي بریښیدل چي ټول ټیم به ۱۵۰ هم پوره نکړي خو بیا د اصغر ستانکزي سره د سمیع الله شینواري د مل کېدو نه وروسته لوبه د افغانستان خوا ته راغله او دواړو په شریکه ۱۶۴ منډې ور اضافه کړې چي له امله یې د افغانستان منډې ۲۵۴ ته ورسیدې او پکي د اصغر ۹۱ او سمیع ۸۶ منډې شاملې شوې.

کله چې بنګله دیش د دې هدف د تعقیب دپاره راغی نو د پيل څخه د مشکل سره مخ شو. لومړی شاهپور بیا حمید د سر لوبغاړي وسوزول چي دې سره په بنګله دیش فشار زیات شو او ډیر په مشکله یې منډې د ۲۰۰ نه واړولې او اخر کې یې میدان افغانستان ته پریښودی . لوبه د ۳۲ منډو په توپیر د افغانسستان په ګټه تمامه شوه.

دا د افغانستان د سپورت په تاریخ کي لومړی ځل دی چې په دومره ستر ټورنامنټ کي برخه اخلي چې په میلیاردو خلک یې ویني او بیا د ستر ټیم نه لوبه هم ګټي. د افغانستان دې بریا نور ټیمونه هم وارخطا کړي او اوس به هغوي هم افغانستان ساده او اسانه ټیم نه ګڼي.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG