د لاس رسي وړ اتصالات

نوروز منګل:افغان ملي سرود پر شاهد اپریدي ډېر تاثیر کړی


نوروز منګل د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو د نړیوالو سیالیو د غوراو په سیالیو کې په دوو لوبو کې پرلپسې پنځوسیزې وکړې.
نوروز منګل د ۲۰۱۶ کال د ۲۰ اورونو د نړیوالو سیالیو د غوراو په سیالیو کې په دوو لوبو کې پرلپسې پنځوسیزې وکړې.

نوروز منګل له انګریزانو څخه د افغانستان د استقلال د ۹۶ کلیزې په مناسبت، د امریکا غږ اشنا راډيو د سپورټ د اوونیزې خپرونې، ځانګړی میلمه و.

ښاغلی منګل د افغانستان د ملي لوبډلې یو تجربه لرونکی لوبغاړی دی چې په ډېرو نړیوالو سیالیو کې لوبیدلی دی.

نوروز منګل، د کرکټ له لارې نورې نړۍ ته د افغانستان د مثبت تصویر د وړاندې کولو، په نړیوالو میدانونو کې د ملي سرورد د غږولو او ملي بیرغ د رپولو پر مهال، د خپلو او نورو لوبغاړو د احساساتو په اړه خبرې وکړي.

دی وايي " هغه مهال چې زموږ د کرکټ ملي لوبډله نه وه او موږ به نورې لوبډلې لیدلې چې د خپلو هېوادونو ملي سرودونه به یې غږول، موږ ته به ډېر عجیب احساس پیدا شو چې یوه ورځ به داسې هم راشي چې زموږ ملي سرود هم په نړیواله کچه وغږول شي."

ښايي په تاریخ کې تر ټولو ډېر، د افغانستان ملي سرود په همدغو څو کلونو کې غږول شوی وي، هغه هم د کرکټ په نړیوالو لوبو کې.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان نورو منګل وايي " کله چې په ۲۰۱۰ کال کې په نړیوال جام کې د افغانستان ملي سرود وغږول شو، زموږ ستوني وچ شول، خولې راباندې راماتې وې او له خوشحالۍ او احساساتو مو ژبه بنده بنده کیدله، ډېر یو عجیب او له ویاړه ډک حالت و. "

ښاغلی منګل وايی کله ناکله د کرکټ ځینی نړیوال لوبغاړي او مینوال ترې د افغانستان د ملي سرود مانا پوښتي "په اسیا کپ کې چې کله زموږ ملي سرود وغږول شو، دپاکستان مشهور لوبغاړی شاهد اپریدی راغی او ماته یې وویل چې ستاسو په ملي سرود ډېر نه پوهیږم، خو کله چې په اخره کې الله اکبر وايﺉ، پر ما ډېر عجیب تاثیر کوي او ډېر خوند راکوي."

لوبغاړو ته د سولې سفیران ویل کیږي، په دې مانا چې هغوی د لوبو له لارې نړۍ ته د سولې او یو والي پيغامونه رسوي او خلکو ته خوښۍ بخښي.

نوروز منګل وايي نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال خلکو ته د افغانانو د ژوند او افغانستان د حالت په اړه مثبت معلومات ورکوي او هڅه یې دا دی چې تر جنګ جګړو ډېر وراخوا، نړیوالو ته د افغانستان یو ښه مثبت تصویر وړاندې کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG