د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلینډ په کرېکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان ننۍ لوبډله هغه نه وه چې د پنجشنبې په ورځ یې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.
د افغانستان ننۍ لوبډله هغه نه وه چې د پنجشنبې په ورځ یې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.

ایرلینډ په یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کې افغانستان ته د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې ماتې ورکړه.

د افغانستان ننۍ لوبډله هغه نه وه چې د پنجشنبې په ورځ یې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه.

لوبه د متحدو عربو اماراتو په دوبۍ ښار کې وشوه، پچه ایرلینډ وګټله او افغانانو ته یې منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغانستان ځکه پیل ښه ونکړ چې، په اول اور کې د سر لوبغاړی عثمان غني وسوځېد. په عثمان غني پسې نور افغان منډه جوړونکي ډېر و نه پاېیدل او یوه په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.

افغانستان په ۴۵ اورونو کې د جاوید احمدي د ۸۱ او نجیب ځدراڼ د ۴۵ منډو په مرسته ایرلینډ ته د ۱۸۱ منډو یو نسبتآ اسانه هدف وټاکه.

افغان بالرانو ښه پیل درلود، حمید حسن په لومړي اور کې د ایرلینډ پیاوړی لوبغاړی سټرلینګ او محمد نبي په خپل دویم اور کې د ایرلینډ بل پیاوړی لوبغاړی پورټیفیلیډ وسوځوه.

په ۱۲۹ رنزونو کې د ایرلینډ اووم لوبغاړی هم وسوځېد، خو اتم او نهم لوبغاړو یې په ګډه ۵۲ منډې وکړې او تقریبا له لاسه وتلې لوبه یې راوګرځوله.

په افغان بالرانو کې جاوید احمد ښه وځلید او په لسو اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان په لوبډلې کې اوو کسانو توپ اچونه یا بالنګ وکړ، خو بیا یې هم لوبه ونشوه ګټلې.

افغان لوبډله هغه نه وه!

افغانستان د پنجشنبې په ورځ له سکاټلینډ څخه خپله لومړنۍ لوبه په اسانۍ وګټله، خو ننۍ لوبډلې کې د هغې لوبې دوه لوبغاړي سمیع الله شینواری او ګلبدین نایب نه وو، او پر ځای یې نجیب ځدراڼ او افتاب علم راوستل شوي و.

پر افغان لوبډلې د کرېکټ د مینوالو یوه لویه نیوکه هم دا وي چې، لوبغاړي په هره لوبه کې بدلیږي را بدلیږي، چې ډېر کله یې پر لوبې او لوبغاړو بد تاثیر کوي او نتیجه یې هم ښه نه وي.

د نورې نړۍ لوبډلې چې یوه لوبه کټلې وي، بلې لوبې ته هم هماغه لوبډله مخامخوي، چې په کرېکټ کې ورته وینینګ کمبېنېشن وايي، خو افغانان بیا هاغسې نه دي، که یې لوبه وبایلله او یا یې وګټله، لوبډلې کې بدلون راولي.

افغانستان په دې وروستیو کې له اماراتو سره د څلورو لوبو لړۍ ۳-۱ وبایلله، هلته هم په هرې لوبې کې لوبغاړي بدلېدل رابدلېدل.

افغانستان به خپله درېیمه لوبه د چهارشنبې په ورځ بیا له سکاټلینډ سره کوي.

دا د افغانستان، ایرلینډ او سکاټلینډ ترمنځ د شپږو لوبو لړۍ ده چې، د نړیوال جام لپاره د چمتوالي یو مهم پړاوو بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG