د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: سکاټلنډ افغانستان ته تاریخي ماتې ورکړه


Hillary Clinton oo aqbashay musharaxnimada xisbiga dimoqraadiga. Philadelphia, July 28, 2016. (A. Shaker/VOA)
Hillary Clinton oo aqbashay musharaxnimada xisbiga dimoqraadiga. Philadelphia, July 28, 2016. (A. Shaker/VOA)

داسې ښکاري چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو د بخت ستوري، لا هم له خوبه رابېدارشوي نه وو.

د متحدو عربو اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې سکاټلنډ له افغانستان څخه د خپلو تېرو څو پرلپسې ماتو، حیرانوونکی او تاریخي غچ واخیست.

سکاټلنډ د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۹اورونو کې په ۶۳ منډو وسوځوله، چې دا د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د دغه هېواد تر ټولو لږې منډې دي.

یوازې دوو سکاټلنډي بالرانو ټول افغان لوبغاړي وسوځول، جوش ډاوي شپږ او این وارډلا څلور لوبغاړي وسوځول او د افغانستان دغې تاریخي ماتې ته یې لاره هواره کړه.

پچه سکاټلنډ وګټله او په ۵۰ اورونو کې ۲۰۱۳ منډې وکړي، که څه هم سکاټلنډ ښه پیل نه درلود، خو وروستیو دوو لوبغاړو یې منډې وکړې او هدف یې تر ۲۰۰ ورپورته کړ.

په افغان لوبغاړو کې عثمان غني تر ټولو ډېرې ۲۵ او جاوید احمدي ۲۱ منډې وکړې او د کپټان محمد نبي عیسی خیل په ګډون پنځه افغان لوبغاړي په صفر وسوځېدل، چې دا د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل کیږي.

افغان لوبغاړي داسې ژر ژر وسوځېدل ته وا په لومړي ځل د کرېکټ میدان ته ننوتي او فکر کوي چې د اسټرالیا غوندې له کومې پیاوړې لوبډلې سره مخامخ او لوبه کوي.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دویمه ماتې ده، څو ورځې وړاندې ایرلنډ هم افغانستان مات کړ.

پر افغان لوبډلې یوه نیوکه دا کیږي چې هرې لوبې ته یې د لوبډلې جوړښت نوی او جلا وي او دا چې هرې لوبې ته د بلې لوبې لپاره د چمتوالي او ازموینې په سترګه ګوري.

څه موده وړاندې افغانستان له اماراتو سره د څلورو یوې ورځنیو لوبو لړۍ ۳-۱ وبایلله هغه وخت، د کرېکټ بورډ چارواکو د دغو ماتو دلیل دا وښود چې ګنې دوی د نړیوال جام لپاره ټول لوبغاړي ازمویل چې ښه لوبغاړي او لوبډله جوړه کړي.

افغانستان به د همدغې میاشتې په ۱۷ نېټې له ایرلنډ سره خپله دویمه لوبه کوي.

ښايي له ډېرو سره دا پوښتنه وي، فغانستان چې د سکاټلنډ غوندې یوې کمزورې لوبډلې سره داسې لوبه کوي! په نړیوال جام کې به له استرالیا، انګلینډ نیوزلنډ او نورو پیاوړو لوبډلو سره څه وکړي؟!

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG