د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ:افغانستان وايي د بنګلدېش د ماتولو قوي پلان لري


افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې په اسیا کپ کې بنګلدېش مات کړی و او په نړیوال جام کې یې اوله لوبه له بنګلدېش سره ده.
افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې په اسیا کپ کې بنګلدېش مات کړی و او په نړیوال جام کې یې اوله لوبه له بنګلدېش سره ده.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې مدیر بشیر ستانکزی وايي چې لوبغاړو د اسټرالیا په ایډیلیډ ښار کې د نړیوال جام سیالیو ته چمتوالی پيل کړی دی .

افغانستان په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه له بنګلدېش سره کوي چې د ښاغلي ستانکزي په خبره، د لوبډلې اصلي او اول هدف د بنګلدېش ماتول دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم چې په لومړي ځل د کرېکټ د یوې ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې برخه اخلي، دا وخت د اسټرالیا په ایډیلیډ ښار کې دي او د هند سره د تمرینې لوبې نه مخکې خپلو ورځنیو تمریناتو کې مصروف دي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم سره په سفر کې ملگری د ملي ټیم مدیر بشیر ستانکزي امریکا غږ آشنا راډیو سره د ایډلیډ ښار نه په ځانگړې مرکه کې وویل

" موږ د هفتې په ورځ د جنورۍ په ۳۱ د ایډیلیډ ښار ته راورسېدو، دلته هوا توده ده او لوبغاړي لگیا دي ځان د نوي چاپېریال سره اشنا کوي."

تر نړیوال جام مخکې سیالۍ

افغانستان د ایډلیډ په ښار کې د فبرورۍ په لسمه له هند سره تر تمریني لوبې مخکې، د ایډیلیډ د ساوترن ډیسټریکټ په نوم د یو محلي کرېکټ کلب سره د چهارشنبې او پنچشنبې په ورځو کې دوستانه لوبې کوي.

ښاغلي ستانکزي وویل په دغو سیالیو کې د نړیوال جام سیالیو لپاره به وروستۍ او یوه متوازنه لوبډله برابره او وټاکل شي.

افغانستان تر نړیوال جام وړاندې له متحدو عربو اماراتو سره هم یوه لوبه لري.

بنګلدېش د افغانستان اصلي رقیب

ښاغلی ستانکزی وايي "زموږ هدف د بنگلدېش سره د فبرورۍ په ۱۸ نېټه لوبه ده، دا په نړیوال جام کې زموږ لومړنۍ لوبه ده، موږ د کرېکټ په نړیوالو ټیمونو کې خپل نژدې حریف بنگلدېش ګڼو او د دې لوبې د گټلو دپاره مو د ډیر وخت پر پلان جوړولو کار پیل کړیدی.د مخالفو ټیمونو وړتیاوې او نیمگړتیاوې مو نظر کې نیولي دي او د لوبې د گټلو دپاره به د یو بشپړ پلان سره میدان ته ښکته کیږو."

افغانستان وړاندې تر دې د بنلګدېش لوبډله په اسیا کپ کې ماته کړې وه.

ښاغلي ستانکزي هیله وښودله چې دې نړیوال جام کې به د افغانستان ملي ټیم په خپلې ښې لوبې سره ډېر خلک حیرانه کړي.

د لوبډلې جوړښت

د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خیل او مرستیال یې نوروز منګل دی.

د نړیوال کپ په سیالیو کې ۱۵ لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسرځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب علم، جاوید احمدي او عثمان غني شامل دي.

افغانستان تېر کال د کرېکټ نړیوال کپ ته لاره ومونده او د دویمې درجې هېوادونو په منځ کې د اسټرالیا او نیوزلینډ په لوبغالو کې به د لومړي ځل لپاره د کرېکټ د ۵۰ اورونو د نړیوال جام په سیالیو کې ولوبیږي.

د کرېکټ نړیوال کپ د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۴ پیلیږي، له لسو ټسټ هېوادونو پرته افغانستان، ایرلینډ، سکاټلینډ او عربي متحده امارات په دغه نړیوال جام کې لوبیږي.

د افغانستان دوهمه لوبه له سریلانکا سره د فبرورۍ په دوه ویشتمه ده، افغانستان وار دمخه په ایشا کپ کې له سریلانکا سره مخ شوی وو، چې ماتې یې خوړلې وه.

د افغانستان درېیمه لوبه له سکاټلینډ، څلورمه د کرېکټ د درې ځلو لوبو اتل کوربه اسټرالیا، پنځمه هم له بل کوربه نیوزيلینډ او وروستۍ له انګلینډ یا انګلستان سره ده.

د کرېکټ د لوبې ماهرین وايي، دا چې د اسټرالیا او نیوزلینډ پیچونه تېز او د تېزو بالرانو ملاتړي دي، نو افغانستان ته پداسې پیچونو تمریناتي لوبې او تمرینونه په کار دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم دې نه وړاندې د ۲۰ اورونو په دریو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG