د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني، وزیران هم د کرېکټ بورډ غړي کړل


د کرېکټ بورد لپاره په نهو ټاکل شویو کسانو کې یې دوه وزیران او یو یې مرستیال وزیر دی.

د کرېکټ بورد لپاره په نهو ټاکل شویو کسانو کې یې دوه وزیران او یو یې مرستیال وزیر دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د یو ځانګړي فرمان له لارې د افغانستان د کرېکټ بورډ نهه غړي وټاکل چې دوه وزیران او یو مرستیال وزیر هم په کې شامل دي.

په مخکني بورډ کې هم ځیني وزیران، لوړ پوړي چارواکي او ملي پانګوال وو چې د بورډ د چارواکو په وینا په هېواد کې د انتخاباتو او نورو سیاسي منډو ترړو په ترڅ کې، له بورډ سره د هغوی همکاري او راشه درشه یا کمه شوه او یا هم ختمه شوه.

د جمهوري ریاست اعلامیه وايي چې بورډ ته د نویو غړو د ټاکلو هدف په افغانستان کې د کرېکټ وده، د چارو همغږي او لوبو ته د ځوانانو لا هڅول دي.

نوي غړي څوک دي

د کرېکټ بورډ په نویو غړیو کې د افغانستان د ماليي او ښار جوړونې وزیران، اکلیل حکیمي او سید سعادت منصور نادري او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی شامل دي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي، د چارو د ادارې د عامه اړیکو مرستیال فریدون الهام او د کرېکټ بورډ رئیس نسیم دانش یې نور غړي دي.

درې ملي پانګوال عبدالرحمن الکوزی، سید سلیمان سادات، او احمد شاه سنګدل هم د بورډ په نویو غړیو کې دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په مخکنیو غړو کې د مالي وزیر حضرت عمر زاخیلوال او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل و.

ولې د بورډ لپاره غړي

د کرېکټ د نړیوالې شورا د قوانینو او اصولو له مخې د شورا هر غړی هېواد باید د کرېکټ خپلواکه بورډ او غړي ولري چې له لوړ پوړیو دولتي چارواکو، ملي پانګوالو او د کرېکټ له ځینو اداري کارکوونکو څخه جوړ وي.

د نړیوالې شورا د اصولو له مخې د هر هېواد د کرېکټ بورډ، د سر اول سړی د هغه هېواد ولسمشر او یا لومړی وزیر وي، د بېلګې په ډول ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او لومړی وزیر نواز شریف د پاکستان د کرېکټ بورډ لوی ریسان دي، همدوی د بورډ غړي او نور لوړ پوړي ادارې چارواکي ټاکي.

د بورډ لپاره ځکه نهه کسان ټاکل کیږي چې د کرېکټ ، هره نړیواله پرېکړه په ښه ډول او همغږۍ سره و شي او ټولې چارې د یوه سړي په لاس کې نه وي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر نسیم دانش د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې بورډ ته د نویو کسانو په ګمارلو سره به د کرېکټ چارې لا ښې شي.

نوموړي وویل "د ٢٠٠٩ نه را په دیخوا د کرېکټ بورډ د غړو غونډې نه وې شوې او دا تشکیل یو قسم ته غیر فعاله و. هیله مند یم چې د نوي تشکیل غونډې وخت په وخت وشي، د نړیوالو تقاضا هم پوره او د کرېکټ دولتي سرپرستي هم پیاوړې شي. د نویو غړیو او د دوی مربوطه وزارتونو او ځانگړتیاو څخه د کرېکټ د ودې او پرمختګ لپاره به ګټه واخیستل شي."

افغانستان دا مهال د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې په غوره هېوادونو کې راځي.

افغان کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۵ کال په نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې د ډېرو پام ځان ته واړوه، چې د کرېکټ نړیوالې شورا ورسره خپلې مالي او نورې مرستې هم زیاتې کړې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG