د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ:د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو نيپال ته لویه ماتې ورکړه


د اسیا د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو په پریمیر لیګ سیالیو کې، افغانستان په خپلې دویمې لوبې کې نیپال ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

دا د نیپال په وړاندې د افغانستان لپاره لویه بریا ده. لوبه د شنبې په ورځ د مالیزیا د کولالمپور په ښار کې وشوه.

نیپال پچه وګټله او په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه چې، افغانستان په ۲۵ اورونو کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته دغه هدف پوره او په ډېرې اسانۍ سره یې دا لوبه وګټله.

په افغان منډه جوړوونکو کې حضرت الله ځاځي ۶۸ او ناصر خان ۵۷ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکي

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلې توپ اچونکو خورا ښه باولینګ وکړ.

نيپال منډه جوړونکي د افغانستان په وړاندې داسې لوبه وکړه لکه له اسټرالیا سره چې مخامخ وي.

په افغان توپ اچوونکو کې ضیاالرحمن او پرویز ملکزي درې درې، نوین الحق دوه او کریم جنت د نیپال یو لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړي ضیالرحمن شو چې په ۱۰ اورونو کې یې ۱۸ منډې ورکړي او درې لوبغاړي یې وسوځول.

ضیاالرحمن درې مېډن اورونه هم وکړل، میډن اور په کرکټ کې هغه اصطلاح ته ویل کيږي چې، په یو اور، شپږو توپونو، یوه منډه هم یا ونشي او ونکړل شي.

افغانستان د جمعې په ورځ په خپلې لومړنۍ لوبې کې، کویټ ته په اتو ویکټو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان درېیمه لوبه د دوشنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو سره ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG