د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې بل حیرانوونکی بری


افغانستان د سه شنبې په ورځ له سعودي او د پنجشنبې په ورځ له مالیزیا سره لوبې لري، که یې وګټلې د روانو سیالیو اتل کیږي.

افغانستان د سه شنبې په ورځ له سعودي او د پنجشنبې په ورځ له مالیزیا سره لوبې لري، که یې وګټلې د روانو سیالیو اتل کیږي.

دا د اسیا د کرکټ د شورا د ۱۹ کلنو لوبډلو په غوره لیګ سیالیو کې د افغانستان، درېیم پرلپسې بری دی.

دا لوبه د دوشنبې په ورځ د مالیزیا په کولالمپور ښار کې وشوه.

متحده عربي اماراتو پچه وګټله او منډو جوړولو ته یې ملا وتړله خو ځوانو افغان توپ اچوونکو ته ډېر ونه درېدل. د اماراتو د کرکټ د ۱۹ کلنو ټوله لوبډله په ۳۲ اورونو کې وسوځېدله او افغانستان ته یې د ۸۹ منډو هدف وټاکه.

د اماراتو درې لوبغاړي په صفر، یو یې په یوه او دوه نور یې په دوو- دوو منډو وسوځول شول.د اماراتو په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې پرېرا وکړې چې ۳۴ وې.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې، دغه هدف په ۱۳ اورې کې په ډېرې اسانۍ او د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان توپ اچونکو کې طارق پنځه، ضیاالرحمن او رشید خان دوه- دوه او محمد ظاهر د اماراتو یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د لوبډلې د سر دواړه منډه جوړونکو لوبغاړو حضرت الله ځاځي او ناصر خان ۴۱ – ۴۱ منډې وکړي.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی طارق خان شو، چې د اماراتو پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې په دغو روانو سیالیو کې نیپال او کویټ ته هم ماتې ورکړي دي.

افغانستان د سه شنبې په ورځ له سعودي او د پنجشنبې په ورځ له مالیزیا سره لوبې لري، که یې دا دواړه هم وګټلې نو د اسیا د کرکټ د شورا د ۱۹ کلنو لوبډلو د پریمیرلیګ سیالیو اتل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG