د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان زمبابوې سره نړیوالې لوبې کوي


افغانستان د کرکټ په نړیوالې درجه بندۍ کې ۱۲م او زمبابوې ۱۱م دی.

افغانستان د کرکټ په نړیوالې درجه بندۍ کې ۱۲م او زمبابوې ۱۱م دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اکتوبر په ۱۳ نېټه د دریو اوونیو لپاره زمبابوې ته ولاړه شي چې له زمبابوې سره به پنځه یوې ورځنۍ او دوه د۲۰ اورونو نړیوالې لوبې وکړي.

دا به لومړی وار وي چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا له یو بشپړ غړي سره په یو وارې پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو لوبې کوي.

نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې به یې د اکتوبر په ۱۶، ۱۸، ۲۰، ۲۲ او ۲۴ نېټو باندې وي او د ۲۰ اورونو لوبې به یې په ۲۷ او ۲۹ نېټو باندې کیږي.

دغه لوبې به په تلویزونو هم ښودل کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسول فرید هوتک د امریکا غږ اشنا ته وویل چې افغان لوبډله به له لوی اختر وروسته زمبابوې ته ولاړه شي.

ده وویل " د همدې میاشتې په پای کې په کابل کې د ملي لوبغاړو لپاره تمرینات پیلیږي، بیا لوبډله ټاکل کیږي او بیا به زمبابوې ته روانیږي چې تر رسمي لوبو مخکې له یو شمېر نورو لوبډلو سره تمریناتي لوبې وکړي".

ښاغلي هوتک دا ونه ویل چې په لوبډلې کې به نویو ځوانانو ته هم ځای ورکړل شي که نه، خو زیاته یې کړه چې تجربو او وړتیاو ته په کتو لوبغاړي غوره کیږي.

افغانستان له نړیوال جام وروسته کومه بله نړیواله یوه ورځنۍ لوبه نه ده کړې.

افغانستان له نړیوال جام وروسته کومه بله نړیواله یوه ورځنۍ لوبه نه ده کړې.

د افغانستان د ملي لوبډلې، د ۱۹ کلنو او نورو لوبډلو لوبغاړي دا مهال د کورني کرکټ په څلور ورځنیو سیالیو بوخت دي، یوازې حمید حسن او میرویس اشرف د درملنې لپاره هند ته تللي.

افغانستان او زمبابوې

د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخې زمبابوې دا مهال په یوې ورځنیو لوبو کې ۱۱م او افغانستان ۱۲م دی.

زمبابوې یو مهال پیاوړې لوبډله وه، خو د یو شمېر اقتصادي او نورو ستونزو له کبله یې ځینو لوبغاړو لوبې پرېښودې او زمبابوې یې کمزوری کړه.

افغانستان او زمبابوې په یوې ورځنیو لوبو کې تراوسه څلور وارې سره مخامخ شوي دي. افغان ملي لوبډله د ۲۰۱۴ د جولاۍ په میاشت کې زمبابوې ته تللې وه.

دوی هلته له کوربه هېواد سره په څلورو لوبو کې دوه وبایللې او دوه یې وګټلې چې دا د افغانستان لپاره د خپل ډول لومړنی بری و.

نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې

د افغانستان په اړه تل ویل کیږي چې ښه لوبډله او لوبغاړي لري، خو تجربه یې بیا د نورو نړیوالو لوبډلو په څېر نه ده.

ښايي د دغې خبرې ځینې نور دلایل هم وي، خو یوه خبره دا ده چې افغانستان له نورو پیاوړو لوبډلو سره کمې سیالۍ کوي او یا کم چانس ورکول کیږي.

د افغانستان وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه په نړیوال جام کې د مارچ په ۱۳ نېټه وه، چې پر انګلېنډ یې وبایلله.

افغان لوبډلې له هغې وروسته بیا کومه بله یوه ورځنۍ نړیواله لوبه نه ده کړې.

خو، زمبابوې بیا له پاکستان، هند او نیوزلېنډ سره د لوبو سیریزونه وکړل او د همدغې میاشتې په وروستۍ کې یې بیا له پاکستان سره د لوبو سیریز پیلیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG