د لاس رسي وړ اتصالات

زمبابوې په کرکټ کې افغانستان ته لویه ماتې ورکړه


افغان لوبغاړو د تل په څېر بیا هم د منډو جوړولو لویه ملګرتیا ونشوه کړې او په ۳۵م اور کې ټول وسوځېدل.
افغان لوبغاړو د تل په څېر بیا هم د منډو جوړولو لویه ملګرتیا ونشوه کړې او په ۳۵م اور کې ټول وسوځېدل.

افغانستان زمبابوې ته تللی چې له کوربه هېواد سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو لوبې وکړې، خو د دغو سیالیو پیل يې په یوې لويې ماتې سره وکړ.

دا د نوي روزونکي انضام الحق تر څار لاندې د افغانستان لومړنۍ ماتې ده. انضمام الحق د پاکستان یو پخوانی مشهور منډه جوړوونکی دی چې اوس د افغانستان د ملي لوبډلې سر روزونکی ټاکل شوی دی.

د زمبابوې د بولاوایو په ښار کې د جمعې د ورځې د لوبې پچه افغان کپټان اصغر ستانکزي وګټله او وار له واره یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

په زمبابوې کې هوا ګرمه ده، او داسې انګېرل کېده چې شاید په لوبغالي کې دویم بيټېنګ یا منډه جوړول ستونزمن وي مګر د زمبابوې ښې توپ اچونې د ستانکزي دا پرېکړه غلطه ثابته کړه.

زمبابوې د افغانستان له لوري د ۱۲۳ منډو ورکړل شوی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۴م اور کې پوره او لوبه يې په اسانۍ سره وګټله.

افتاب علم او حمزه هوتګ یوازني افغان توپ اچوونکي وو چې د زمبابوې یو یو لوبغاړي يې وسوځول.

ملګرتیا ونشوه

افغان لوبغاړو د تل په څېر بیا هم د منډو جوړولو لویه ملګرتیا ونشوه کړې او په ۳۵م اور کې ټول وسوځېدل. هېڅ یو لوبغاړي له بل منډه جوړوونکي سره لږ تر لږه د ۵۰ منډو ملګرتیا ونشوه کړې چې ډېره اړتیا يې وه.

نوروز او نور علي ظاهرآ ارامه لوبه پيل کړه، خو ډېر پاتې نشول او په یوه اور کې دواړه وسوځېدل، په هغوي پسې ډېر ژر کپټان په پنځو منډو او بل پیاوړي لوبغاړي محمد نبي په صفر وسوځېدل چې پر افغانستان يې شته فشار لا زیات کړ.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې نجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ وکړې چې ۲۵، ۲۵ وې، شهزاد ۲۳ او سمیع ۱۷ منډې وکړې چې مخالفې لوبډلې ته د یو ښه هدف ټاکلو لپاره کافې نه وې.

حمزه هوتګ څلور او افتاب علم یوه منډه وکړه.

له زمبابوې سره د افغانستان دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ پر همدغه وخت او همدغه لوبغالي کې ده.

د زمبابوې د بولاوایو په ښار کې د جمعې د ورځې د لوبې پچه افغان کپټان اصغر ستانکزي وګټله او وار له واره یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د زمبابوې د بولاوایو په ښار کې د جمعې د ورځې د لوبې پچه افغان کپټان اصغر ستانکزي وګټله او وار له واره یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان د بېټېنګ راپور:

افغانستان له زمبابوې سره د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو په لومړنۍ لوبې کې کوربه هېواد ته منډو هدف ورکړ چې مناسب هدف نه بلل کیږي.

لوبه د زمبابوې د بولاوایو په ښار کې روانه ده. افغان منډه جوړوونکي یو وارې د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو کې پاتې راغلل.

کپټان اصغر ستانکزي د پچې له ګټلو وروسته په خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، خو داسې ښکاري چې زمبابوې ښې توپ اچونې تر یوه ځایه د ښاغلي ستانکزي پرېکړه ناسمه ثابته کړه.

نوروز منګل او نور علي ځدراڼ د افغانستان لپاره د منډو جوړولو پیل وکړ، نور علي چې شاوخوا یوه کال په لوبډلې کې نه و، تمه کېده چې ښه به وځلیږي خو له نهو منډو وروسته وسوځېد، د لوګ جنګي په همدغه اور کې نوروز منګل هم په شپږو منډو وسوځېد او پر افغانستان لا فشار زیات شو.

کپټان اصغر ستانکزی په پنځو او نبي په صفر وسوځېدل.

په افغان منډه جوړونکو کې تر ټولو ډېرې ۲۷ منډې نجیب ځدراڼ وکړې او بیا شهزاد او دولت ځدران وو چې ۲۵، ۲۵ منډې منډې يې وکړې.

حمزه هوتګ څلور، افتاب علم په یوې منډې وسوځېدل.

اوس که افغان لوبغاړي، په اولو لسو اورونو کې لږ تر لږه د زمبابوې درې یا څلور لوبغاړي ژر ژر وسوځوي، شاید لوبه په زړه پورې شي، که داسې ونشي د منډو ترلاسه کول ستونزمن نه دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG