د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: زمبابوې له افغانستان څخه درېیمه لوبه وګټله


افغان توپ اچوونکو ښه مقاومت وکړ، خو ۲۲۳ منډې د بري لپاره کافې نه وې.
افغان توپ اچوونکو ښه مقاومت وکړ، خو ۲۲۳ منډې د بري لپاره کافې نه وې.

دا درېیم ځل دی چې افغان کپټان اصغر ستانکزی د لوبې پچه ګټي او د منډو جوړولو پرېکړه کوي.

لوبه د زمبابوې په بولاوا ښار کې وشوه. نن په لوبډلې کې د نجیب ځدراڼ پر ځای شفیق الله شفق راوستل شوی و، چې ښه پرېکړه وه.

افغان منډه جوړوونکو ډېر ښه پیل وکړ، خو پای یې ښه نه و. زمبابوې د ۲۳۴ منډو هدف د وروستي اور په څلورم توپ پوره کړ او لوبه یې وګټله.

شهزاد په ۳۴، نور علي په ۵۶، نبي ۴۲، شفق ۳۵، دولت ۲۳، رشید خان ۱۵ او سمیع شینواري ۱۴ منډو وسوځېدل.

یو وخت افغاستان ۱۲۴ منډې درلودې او یو لوبغاړی یې سوځېدلی و، خو چې افغانستان ۱۳۸ منډو ته رسېده، بیا یې پنځه لوبغاړي سوځېدلي وو؛ په ۱۴۹ منډو کې شپږم لوبغاړی هم وسوځېده.

که په وروستیو اورونو کې شفق او دولت ځدران منډې چټکې او زیاتې کړې نه وای، ښايي افغانستان تر ۱۸۰ شاوخوا هدف ټاکلی وای.

افغان توپ اچوونکو ښه مقاومت وکړ، خو ۲۲۳ منډې د بري لپاره کافې نه وې.

افغان لوبغاړي نن بیا هم د زمبابوې د ورو توپ اچونکو په وړاندې ښه لوبه ونکړه.

کپټان اصغر ستانکزی او نوروز منګل په صفر وسوځېدل.

امیر حمزه یوازینی افغان توپ اچوونکی وو چې د زمبابوې درې لوبغاړي يې وسوځول.

په دغه بري سره زمبابوې، په پنځو لوبو کې دوه- یو مخکی شو.

څلورمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG