د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ټیم پر انتخاب بحثونه


Ushers throw their hats in the air as they pose for photographers at the Tiananmen Square before the closing session of the 19th National Congress of the Communist Party of China, in Beijing.
Ushers throw their hats in the air as they pose for photographers at the Tiananmen Square before the closing session of the 19th National Congress of the Communist Party of China, in Beijing.

افغانستان د زمبابوې څخه څلورمه یوه ورځنۍ لوبه وگټله خو په دې بریالیتوب کې هم د پخو یا د انگلیسي په اصطلاح (سینیر) لوبغاړو ونډه په نشت برابره وه. له څلورو لوبو وروسته په کرکټ بورډ ډیرې زیاتې نیوکې وشوې چې لوبډله سمه نه ده انتخاب شوې او ددې وخت رارسیدلی دی چې د پخوانیو پر ځای یوشمېر نوي لوبغاړي وازمویل شي.

سیلیکشن یا د انتخاب کمیټې څه نه دي ویلي خو د بورډ تخنیکي مرستیال تاج ملوک عالم چې د ټیم سره په زمبابوې کې دی، په فیسبوک کې د نیوکو په ځواب کې لیکلي دي چې ټول دې له ځان نه افلاطون نه جوړوي او پر کرکټ باندې دوی خپله ښه پوهیږي.

د تاج ملوک عالم څرگندونو په فیسبوک کې یو جنجالي بحث پرانیست. د کرکټ بورډ په چارواکو او د ټیم په انتخاب تاوده بحثونه راپارېدلي دي. تاج ملوک چې اوس یې خلک حاجي امیر صیب هم بولي، په فیسبوک کې ولیکل "کرکټ موږ افغانستان ته راوړی دی او تر هغې به یې کوو چې زموږ خوښه وي، نه مو د بل چا په خوښه پیل کړی او نه یې د بل چا په خوښه پریږدو."

پخوانی کپتان نوروز منگل په یوه ورځنیو لوبو کې له زرو ډیرې منډې جوړې کړې دي
پخوانی کپتان نوروز منگل په یوه ورځنیو لوبو کې له زرو ډیرې منډې جوړې کړې دي

ډیرې نیوکې د پخواني کپتان نوروز منگل په لوبه باندې کیږي چې په تیرو څلور لوبو کې یې یوازي ١۴ منډې کړي دي خو په افغانستان کې د کرکټ بنسټ ایښودونکي تاج ملوک لیکلي دي "په نوروز منگل، اصغر ستانکزي او نورو مشرانو لوبغاړو باندې نیوکې د زغملو نه دي."

وروڼه او خپلوان

د ټولنیزو رسنیو په دې بحثونو کې دا هم جنجالي موضوع ده چې د افغانستان په ټیم کې د پخوانیو لوبغاړو وروڼه ډیر دي. په دې کې د تاج ملوک دوه وروڼه کریم صادق او افتاب عالم دي چې د ډیرو خلکو تر نیوکو لاندې دي.

د پخواني کپتان رییس احمدزي ورور ناصر جمال د ټیم غړی دی او د نولس کلنو د ټیم کپتان احسان منگل د نوروز منگل ورور دی. عمران او کریم جنت د اصغر ستانکزي وروڼه، باطن شاه د نظیم جار عبدالرحیمزي خوریې، نوید دانش د نسیم دانش خوریې، او همدا ډول یو شمېر نور.

د تاج ملوک وروڼه د افغانستان د کرکټ د اوسني ټیم لوبغاړي دي.
د تاج ملوک وروڼه د افغانستان د کرکټ د اوسني ټیم لوبغاړي دي.

تاج ملوک د خپلو وروڼو کریم صادق او افتاب عالم په اړه لیکلي دي چې ډیر ژر به خپلې وړتیاوې وښیي او په ټیم کې شمولیت به سم ثابت کړي.

د امریکا غږ فیسبوک پاڼه باندې د کرکټ مینه وال د تاج ملوک دریځ نه مني او اکثریت غوښتنه کوي چې ټیم ځوانې انرژۍ او ځوان تاکتیک ته اړتیا لري چې د مهاجرت له اغیزو یې فکرونه ازاد وي.

اکثریت تبصرې دغه ډول دي "تاج ملوک صیب او نوروز منگل صیب، کور مو ودان، موږ مو منو چې کرکټ مو دغه ځای ته را رسولی دی خو اوس نویو ځوانانو ته ځای پریږدی! په درنښت".

د زمبابوې سره پنځمه او فاینل لوبه د اکتوبر په څلورویشتمه نیټه ده او د ټیم اعلان به د لوبې په سهار کیږی.

XS
SM
MD
LG