د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ:افغانانو په دویمه ورځ له پي ان جي سره ښه لوبه وکړه


د لوبې په دویمه ورځ افغان لوبغاړو خپلو مخالفانو ته د منډو جوړولو ډېر فرصت ورنکړ
د لوبې په دویمه ورځ افغان لوبغاړو خپلو مخالفانو ته د منډو جوړولو ډېر فرصت ورنکړ

افغانستان د دویمې ورځې په پای کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۴منډې کړې وې؛ افغانان اوس تر خپل مخالف لوري ۱۳۳منډې مخکې دي.

حشمت الله شهیدي په ۹۲ او کپټان اصغر ستانکزی په ۴۲ منډو ولاړ دي او سبا به بیا لوبه پیلوي.

که د لوبې په درېیمه ورځ افغان لوبغاړي لږ تر لږه تر غرمې پورې منډې وکړي، هدف تر ۲۸۰ واړوي او د ورځې ترپایه دوه یا درې مخالف لوبغاړي هم وسوځوي، ښايي پي ان جي له لويې ستونزو سره مخامخ کړي.

افغان منډه جوړوونکو د لومړۍ ورځې خلاف ډېر ښه پیل وکړ؛ شهزاد په ۱۱۶، نور علي په ۲۴ او شبیر نوري په صفر په منډو کې وسوځېدل؛ شهزاد هم په منډو کې وسوځېده.

د لوبې په دویمه ورځ افغان لوبغاړو خپلو مخالفانو ته د منډو جوړولو ډېر فرصت ورنکړ، ځوان توپ اچونکي ظاهر او یمین احمدزي درې درې، سمیع الله شینواري دوه، ګلبدین او شرف الدین یو یو مخالف لوبغاړي وسوځول.

دا د ظاهر خان لومړنۍ نړیواله لوبه ده.

افغانانو په لومړۍ ورځ یوازې ۱۴۴ منډې کړې وې او ټول وسوځېدل چې په ځواب کې يې پي ان جي ۲۹۵ منډې وکړې او له افغانستان څخه ۱۵۱منډې مخکې شول.

داسې ښکاري چې د افغانستان او پاپوانیوګیني دغه څلور ورځنۍ لوبه نتیجې ورکوي او د مساوي کيدو امکان يې کم لیدل کیږي.

پي ان جي د لویو وچو په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له هالېنډ څخه ګټلې ده؛ افغانستان بیا خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلېنډ سره مساوي کړې ده.

ټول نهه هېوادونه له یو بل سره سیالي کوي او هر هېواد چې لومړی شو، د کرکټ د لومړۍ درجې له نهم او لسم هېواد سره به د ټسټ یا پنځو ورځنیو لوبو امتیاز او چانس ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG