د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې پي ان جي ته ماتې ورکړه


افغانستان په دغه بري سره د دویمې درجې د نهو هېوادونو په کتار کې درېیم نمبر ته پورته شو. افغانستان اوه نورې دا ډول لوبې هم لري؛ لومړنۍ لوبه يې له سکاټلېند سره مساوي کړې وه.

افغانستان په څلور ورځنیو سیالیو کې په ۲۰۱ منډو پاپوا نیوګیني ته لویه ماتې ورکړه. لوبه د اماراتو په شارجه لوبغالي کې وه.

پي ان جي د لوبې په درېیمه ورځ د افغانستان له لوري د ورکړل شوي ۳۹۰ منډو په هدف پسې خپل د سر څلور لوبغاړي ژر او یو په بل پسې له لاسه ورکړل.

د پي ان جي لوبغاړي چې په څلورمه ورځ د لوبې ډګر ته ښکته شول، ۱۱۰ منډې يې وې خو د پاتې شپږو لوبغاړو په مټ يې باید ۲۸۸ نورې منډې کړې وای چې افغانستان مات کړي. مګر، د دوی پاتې لوبغاړو یوازې ۷۸ نورې منډې وکړې او په ۱۸۸ ټول وسوځېدل او افغانستان لوبه وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی کپتان اصغر ستانکزی شو چې په خورا پيچلي او له فشار څخه يې په ډګ حالت کې له حشمت الله شهیدي او ګلبدین نایب سره ګډه ملګرتیا وکړه او په ۱۲۷ منډو وسوځېده.

په دغې لوبې کې د افغانستان د کرکټ لپاره یو ښه زیری دا و چې، په لوبډلې کې تر بلې هرې لوبې دا وارې ډېرو ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی و، ظاهر خان چې لومړنۍ لوبه يې وه اوه مخالف لوبغاړي وسوځول؛ شرف الدین اشرف، یمین احمدزي او حشمت الله شهیدي نور ځوان لوبغاړي وو چې په لوبې کې ولوبېدل.

حشمت الله شهیدي په کې سلیزه وکړه او یمن احمدزي خورا یرغلیزه توپ اچونه وکړه؛ د ځوانو لوبغاړو لوبې د ستایلو دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG