د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په خپل نوي میدان کې لومړنۍ لوبه وګټله


د افغانستان او زمبابوې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ ده.

د افغانستان او زمبابوې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ ده.

افغانستان د هند د ګریټر نویدا په لوبغالي کې د زمبابوې د ۱۹ کلنو لوبډلې کوربتوب کوي. هند څو ورځې وړاندې په رسمي ډل دغه میدان افغانستان ته ورکړ چې خپلې نړیوالې لوبې او د نورو لوبډلو کوربتوب په کې وکړې.

دا په هند کې د افغانستان په نوي کورني میدان کې د افغانانو لومړنی بری دی.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې کپټان پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

د زمبابوې ټوله لوبډله په ۴۷ اورو کې وسوځېدله او افغانستان ته یې د ۱۹۸ منډو هدف ورکړ.

افغانستان دغه هدف په ۴۲ اورو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی ضیالرحمن شو، ده په لسو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او اووه مخالف لوبغاړي يې هم وسوځول.

په افغان منډه جوړوونکو کې بیا طارق تر ټولو ډېرې ۵۰ منډې وکړې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو او زمبابوې د ۱۹ کلنو د لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ په همدې میدان کې ده.

ټاکل شوې چې د زمبابوې او افغانستان د ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ هم د همدغې میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شي، چې لا یې ځای په رسمي ډول اعلان شوی نه دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG