د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بنګلدېش ته ځي


که افغانستان، اماراتو، عمان او هانک کانګ ته ماتې ورکړې، د اسیاجام په سیالیو کې به ولوبیږي.
که افغانستان، اماراتو، عمان او هانک کانګ ته ماتې ورکړې، د اسیاجام په سیالیو کې به ولوبیږي.

دا لومړی ځل دی چې د اسیا د کرکټ جام لپاره د غوراوي سیالۍ کیږي. تېرکال له کومې مخکینې سیالۍ پرته افغانستان په اسیا جام کې ولوبېده او کوربه بنګلدېش ته یې هم ماتې ورکړه.

د غوراوي سیالۍ د فبرورۍ په ۱۹ د جمعې په ورځ پیلیږي، خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سیالیو دوه ورځې مخکې ډاکه ته رسیږي.

د لوبډلې مدیر شیراغا همکار د امریکا غږ اشنا ته وویل "اوس په ډیلي کې یو په ۱۷ تاریخ بنګلدېش ته ځو. محمد نبي او راشد خان به هم له لوبډلې سره یوځای شي. "

راشد خان، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې غړی دی چې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په بنګلدېش کې دی او د ۱۹ په نړیوال جام کې هم ولوبېده.

محمد نبي عیسی خیل اوس د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د کوټې په لوبډلې کې دی.
محمد نبي عیسی خیل اوس د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د کوټې په لوبډلې کې دی.

محمد نبي عیسی خیل دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سوپر لیګ سیالیو کې د کوټې د تورزنو په لوبډلې کې د نړۍ له نورو مشهور لوبغاړو سره لوبیږي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له اماراتو سره کوي، دویمه لوبه یې له عمان او درېیمه یې له هانک کانګ سره ده. افغان لوبډلې په دې وروستیو کې اماراتو او عمان ته ماتې ورکړې، خو هانک کانګ بیا په پرلپسې ډول له افغانستان څخه لوبې ګټلي دي.

د ګجرات ماتې او نیوکې

افغانستان بنګلدېش ته تر روانېدو وړاندې له شاوخوا دریو اوونیو راهېسې د هند په ګجرات ایالت کې وو.

دوی د ګجرات ایالت له لوبډلې سره د ۲۰ اورونو پنځه سیالۍ وکړې، چې ۳-۲ یې وبایللې. د ګجرات لوبډلې د هند د مشهورو سیالیو، رنجیت ټرافي، اتلولي هم ګټلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي له ګجرات سره ټولې لوبې ازماېښتې او هدف یې نورو سیالیو ته د ښو لوبغاړو موندل وو.

خو، د امریکا غږ اشنا فیسبوک پاڼې کې د کرکټ سلګونو مینوالو په خپلو پیغامونو کې پر ګجرات د سیالیو د بایللو ډېره پړه د افغانستان د کرکټ بورډ پر مشرتابه او د لوبډلې د غوراوي په کمېټې اچولې ده چې ځینې ښه لوبغاړي يې نه دي غوره کړي.

افغانستان په دې وروستیو کې اماراتو او عمان ته ماتې ورکړې، خو هانک کانګ بیا ترې لوبې ګټلې دي.
افغانستان په دې وروستیو کې اماراتو او عمان ته ماتې ورکړې، خو هانک کانګ بیا ترې لوبې ګټلې دي.

د مینوالو، خبره ده چې په لوبډلې کې ځينې لوبغاړي په واسطو راغلي نه په خپل استعداد او لیاقت.

له شک پرته، چې هره ماتې او شکست، د لوبغاړو پر روان او روحیې خپل بد تاثیر لري، خو دا چې افغان لوبډلې د ګجرات له ماتې څه زده کړې، په روانو سیالیو کې به جوت شي.

که افغانستان د اسیا جام د غوراوي سیالیو کې لومړی مقام وګتي یا په بله وینا خپلې درې واړه لوبې وګټي، د فبرورۍ په ۲۴ نېټه به د اسیاجام په سیالیو کې برخه واخلي او له هند، سرېلنکا، پاکستان او بنګلدېش سره به لوبې وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG