د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ:لا هم افغانستان په اسیاجام کې د لوبېدو چانس لري


افغانستان باید له هانک کانګ څخه لوبه وګټي چې د ورتلو هېلې یې زیاتې شي.

افغانستان باید له هانک کانګ څخه لوبه وګټي چې د ورتلو هېلې یې زیاتې شي.

افغانستان د اسیا جام د ۲۰۱۶ کال د غوراوي په سیالیو کې خپله دویمه لوبه له عمان نه وګټله او دغه جام کې یې د لوبېدو هیلې لا هم شته دي.

د څلورو هېوادونو په دغو سیالیو کې له اماراتو پرته بلې هرې لوبډلې یوه لوبه بایللې ده. یوازې افغانستان او عمان دوه لوبې کړي دي چې یوه- یوه یې بایللې دي.

افغانستان پر اماراتو او عمان بیا پر افغانستان لوبه وبایلله.

عمان افغانستان ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ، خو افغانستان پوره کړ؛ نور علي ځدران ۶۳ منډې وکړې.

د اسیا جام ته پېچلې لاره

د اسیا جام د غوراي د پړاو سیالۍ داسې مرحلې ته رسېدلي چې د هرې لوبډلې ماتې د بلې بري او ماتې ته لاره هوارولی شي.

که افغانستان خپله دویمه لوبه له هانګ کانګ څخه وګټله او عمان هم پر اماراتو وبایلله، بایلونکې دواړه لوبډلې اسیا جام ته له ورتلو پاتې کیږي، خو که هانګ کانګ او اماراتو وګټلې بیا افغانستان او عمان پاتې دي.

په دې مانا چې په افغانستان، هانګ کانګ او عمان کې که هر چا خپله دویمه لوبه وبایلله کیسه یې ختمه ده.

متحده عربی امارات دوه لوبې لري، خپله لومړنۍ لوبه یې ګټلې ده.

د اماراتو په ماتې او ټېټ اوسط منډو کې بیا هم د افغانستان ګټه ده، که امارات په خپلو دواړو لوبو کې لږ تر لږه یوه هم وبایلې د عمان او افغانستان په ګټه ده، خو که یې خپلې دواړه لوبې وګټلې، بیا نو درې واړه هېوادونه خپلو کورونو ته او امارات اسیا جام ته ځي.

که عمان، افغانستان او اماراتو دوه دوه لوبې وګټلې، بیا هره لوبډله چې د منډو لوړ اوسط لري، اسیا جام ته ځي.

که هانګ کانګ او عمان خپلې دواړه لوبې وګټلې اماراتو په دوو کې یوه وګټله، بیا د منډو لوړ اوسط لرونکې لوبډله اسیا جام ته ځي.

د دغو پایلو لپاره را روانې دوه ورځې ډېرې مهمې دي، خو که په کومه لوبه کې باران وشو، بیا کیسه بل ډول کیږي.

په دې حساب په ښه اوسط سره له هانګ کانګ څخه د لوبې ګټل او د اماراتو یوه ماتې د افغانستان لپاره مهم دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG