د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان د اسیاجام سیالیو ته له تلو پاتې شو


که عمان له اماراتو په ښه اوسط سره وګټله، افغانستان اسیاجام ته ځي، که داسې ونشول امارات بیا اسیا جام سیالیو ته ځي.

که عمان له اماراتو په ښه اوسط سره وګټله، افغانستان اسیاجام ته ځي، که داسې ونشول امارات بیا اسیا جام سیالیو ته ځي.

افغانستان د اسیا جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له هانک کانګ نه وګټله، خو دغه بري اسیا جام ته ونشو رسولی.

که عمان له اماراتو لوبه ګټلې وایي، افغانستان د اسیاجام سیالیو ته وته، خو عمان لوبه وبایلله.

اوس به متحده عربي امارات په اسیا جام کې له هند، پاکستان، سرېلنکا او بنګلدېش سره لوبې کوي.

افغانستان په ننۍ لوبې کې پچه وبایلله او د منډو جوړولو بلنه ورکړل شوه.

افغان لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره هانک کانګ ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

خو هانګ کانګ په ۱۱۲ منډو وسوځېده چې په دومره لوړ توپیر سره د لوبې ګټل د افغانستان د منډو اوسط لوړ کړ او د اسیا جام سیالیو ته نور هم ورنژدې شو.

په افغان توپ وهونکو کې نجیب ځدراڼ ۶۰ منډې وکړې خو په توپ اچوونکو کې بیا محمد نبي ځلور لوبغاړي وسوځول.

له شک پرته چې په ننۍ لوبې کې د نبي توپ اچونې د افغانستان په بري کې لوی رول ولوبوه.

اماراتو د غوراوي په سیالیو کې خپلې درې واړه لوبې وګټلې، لومړنۍ یې له افغانستان نه وه.

د اسیام جام د چهارشنبې په ورځ پیلیږي، تېرکال افغانستان په دغو سیالیو کې لوبېدلی و.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG