د لاس رسي وړ اتصالات

شفیق ستانکزی: انضمام راته وویل په خپل کار شرمنده یم


د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي مشر شفیق ستانکزي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې، انضمام الحق خپله رسمي استعفی کرکټ بورډ ته استولې ده.

ویل کیږي، چې انضمام الحق د نړیوال جام سیالیو نه مخکې همدا هلې ځلې پیل کړې وې، چې د پاکستان کرکټ بورډ کې دنده پیل کړي، خو رسمآ یې افغان بورډ ته څه نه وو ویلي.

ښاغلي ستانکزي وویل، د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان هغه ته تیلیفون وکړ او د مرستې په ډول یې ترې هیله کړې چې، د "انضمام الحق د دندې قرارداد دې فسخه کړي او پاکستان ته دې ورپریږدي."

نوموړي وویل " انضمام الحق د ایمیل له لارې خپله استعفی وړاندې کړې ده. انضمام راته وویل چې ډېر شرمنده یم او په خپله مې دا خبره درته نشوه کولي، ځکه چې تاسو له ما سره ډېر ښه کړي او ډېر عزت مو راکړی. یو خو زما د هېواد د ملي ګټو مسئله ده او بل پر ما له بره ډېر فشار دی، ځکه مې دې کار ته غاړه کېښوده. "

ښاغلي ستانکزي وویل، دا چې پاکستان په تېر کې له افغانستان سره په کرکټ کې ډېره مرسته کړې، نو افغانستان هم د ښه نیت په هدف او د پاکستان د کرکټ سره د مرستې په موخه، د انضمام قرار داد فسخه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېرکال له انضمام سره تړون وکړ، په تړون کې دا راغلي، که هره خوا غواړي چې قرارداد فسخه کړي، باید یوه میاشت مخکې رسمآ خبر ورکړي.

خو، اوس د پاکستان د غوښتنې او هیلي په اساس افغانستان په پام کې لري چې تر یوه میاشت مخکې د انضمام الحق قرارداد لغوه کړي، خو ښاغلي ستانکزي ډاډ وښوده چې ژر به ملي لوبډلې ته بل روزونکی وګماري.

انضمام الحق شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی شو، د هغه په مشرۍ افغانستان له زمبابوۍ څخه د یوې او ۲۰ اورونو دوه سیریزونه وګټل او همدغه راز د ۲۰ اورونو د کرکټ په نړیوال جام کې هم ښه وځلېده.

انضمام الحق به د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر ټاکل کیږي.

له شفیق ستانکزي سره، پوره مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG