د لاس رسي وړ اتصالات

په نړیوال معیار په کابل کې د شپږیزې لیک سیالۍ


د پاکستان هیواد څخه ناصر جمشید،محمد آصف،کامران اکمل،محمد سمیع، سلمان بټ او خالد لطیف کابل ته رسیدلي
د پاکستان هیواد څخه ناصر جمشید،محمد آصف،کامران اکمل،محمد سمیع، سلمان بټ او خالد لطیف کابل ته رسیدلي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې تر اوسه د پاکستان هیواد څخه ناصر جمشید،محمد آصف،کامران اکمل،محمد سمیع،سلمان بټ او خالد لطیف کابل ته را رسیدلي او د زیمباوې د کرکټ لوبډلې لوبغاړی سکندر رضا هم ټاکل شوې چې راشي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي‌ چې په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره کیږي چې پکې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ ځوانو او بهرنیو لوبغاړو ته چې ډیری یې د پاکستان دي هم ځای ورکړل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش وایی یادو لوبغاړو ته مو په نړیوال معیار اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره ددې پوره وړتیا لري چی د نړیوالو لوبغاړو کوربتوب په سمه توګه وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی

هغه زیاته کړه چی د نړیوالو لوبغاړو راتک به په هیواد کې دننه په کورنیو لوبغاړو ډیره مثبته اغیزه وکړي او ډیرې تجربې به ترې ترلاسه کړي او د لوبغاړو ورزشي کچې معلومې کړي.

سریکا پرساد د هندوستان اوسیدونکی او د کرکټ د نړیوالې شورا روزنکی دی، دی وايي چې د کرکټ په برخه کې د افغانستان روښانه راتلونکې لیدل کیږي او شپږیزې لیګ سیالۍ خورا ګټورې دي.

افغان لوبغاړي وايي چې د شپږېزې سیالۍ کولای شي د افغانستان کورنی کرکټ په نړیوال کچه لوړ کړي.

د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد آرمان وايي چې کورنۍ سیالۍ د بهرنیو په پرتله خورا سختې دي.
په تیرو لنډو څو ورځو کې د کرکټ د نړۍ ستر هیواد هندوستان د معلولینو لوبډلې کوربتوب په ټولو نړیوالو معیارونو ترسره کړ، او دا لیګ به هم په نړیوالو معیارونو ترسره کړو.
یاد بهرني نړیوال لوبغاړي به د شپږیزې لیګ په شپږو لوبډلو کې ولوبیږي.

د کرکت بورد وایی لوبغاړو ته په په نړیوال معیار اسانتیاوې برابرې کړي
د کرکت بورد وایی لوبغاړو ته په په نړیوال معیار اسانتیاوې برابرې کړي

په استرالیا کې افغان استوګن نذیر شینواری چی د اسرالیا سیډني ټنډر (بیګ باش) او بلک ټاون سیډني لوبډلو لوبغاړی دی وایی د افغانستان کرکټ سره مې مینه زیاته ده او ددې لیوالتیا مې درلوده چی د افغانستان کرکټ شپږیزې لیګ کې ولوبیږم.
تیز توپ اچونکي او توپوهونکي شینواري د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی په یادو لوبو کې یی ورته د لوبیدو چانس ورکړ.

دهیواد د شپږیزې لیګ سیالۍ کې تیره شپه پچه واچول شوه. دغه سیالۍ کې شپږو حاضرو ټيمونو په دغه لیک کې خپل مخالفین وپيژندل. دغه لوبه به د یک ټلویزیون څخه په ژوندې بڼه خپره شي.

د شپږیزې کرکټ سیالۍ له کال دوه زره او دیارلسم میلادي څخه راپدیخوا په کابل کې پیل شوي چې په لومړي وار پکې پنځو لوبدلو ګډون کړی وو، خو سږکال د کابل بازانو لوبډله هم پکې ور زیاته شوې او د لوبډلو شمیر شپږو ته رسیدلی دی.

په کابل کې د کرکټ شپږیزې لیګ سیالۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

XS
SM
MD
LG