د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بنګلدېش ته ماتې ورکړه او سیریز مساوي شو


لومړنۍ لوبه بنګلدېش ګټلې وه، درېیمه لوبه د شنبې په ورځ ده
لومړنۍ لوبه بنګلدېش ګټلې وه، درېیمه لوبه د شنبې په ورځ ده

د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د دریو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو سیریز یو-یو مساوي شو. دویمه لوبه افغانستان وګټله.

پچه کپټان اصغر وګټله او بنګلدېش ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، هغوی هم ۲۰۸ منډې وکړې چې افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه یې په دوو ویګټو وګټله.

په ننۍ لوبې کې کپټان اصغر ستانکزي ۵۷، محمد نبي ۴۹ او محمد شهزاد ۳۵ منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو.

ده خورا ښه باولینګ وکړ، په لسو اورونو کې یې دوه لوبغاړي وسوځول او یوازې ۱۶ منډې پرې وشوې. ښاغلي نبي وویل چې له تېرو دوو لوبو یې ډېر څه زده کړل او درېیمه لوبه به تر دې هم ښه وکړي.

راشد خان درې، میرویس دوه، رحمت شاه او نوین الحق د بنګلدېش یو یو لوبغاړي وسوځول. نن د شبیر پر پر ځای نوروز منګل ولوبېده، خو یوازې لس منډې یې وکړې او وسوځېده.

افغان لوبغاړو بیا هم ځینې کیچونه وغورځول، خو د تېرې لوبې په پرتله یې فیلډینګ نسبتآ ښه وو.

لوبڅارانو هم ځینې ناسمې پرېکړې وکړې، چې یوه یې د رحمت شاه په هکله وه. توپ د هغه په بېټ لګیدلی و، خو لوبڅار اوټ ورکړ او فکر یې کاوه چې توپ یې په پښو لګېدلی او ( ال بي ډبلیو) دی.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او بنګلدېش د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو سیریز کوي. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دویمه درجه او بنګلدېش د اولې درجې هېواد دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG