د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کرکټ سترې سیالۍ پېل شوې


florida cricket 6
florida cricket 6

یو ایس اوپن کرکټ ټورنامنټ د امریکا د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د هغو لوبو نوم دی چې هر کال د نومبر د میاشتې په اخري لسو ورځو کې ترسره کیږي او تر څلورو ورځو د فلوریډا ایالت په فورټ لوریلډل میدان کې د امریکا د مختلفو ایالتونو د کرکټ ټیمونو ترمنځ کیږي چې سږ کال پکې شپاړلس ټیمونه برخه اخلي او د افغان المصافي په نوم يو ټیم پکې د افغانستان نه د راغلو لوبغاړو په اشتراک برخه اخلي.

د یو ایس اوپن د کرکټ پرانسته د پنجشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشوه چې د ټولو ټیمونو لوبغاړو او مسولینو برخه واخیسته چې دې کې د امریکا د کرکټ د شورا ،د فلوریډا ایالتي چارواکو،د مختلفو ملکونو نه راغلو د کرکټ د چارو مسولینو او استازو ګډون درلودو چې له افغانستان نه د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش هم شامل و.

د افغان المصافي ټیم چې زیاتره لوبغاړي ېې له افغانستانه راغلي
د افغان المصافي ټیم چې زیاتره لوبغاړي ېې له افغانستانه راغلي

د فلوریډا د کرکټ د ادارې مشر مق قریشي او د یو ایس اوپن کرکټ تنظیمونکي امین مارکټیا د راغلو ټیمونو هرکلی وکړ او په ځانګړې توګه ېې د افغانستان نه راغلو لوبغاړو ستاینه وکړه چې دومره اوږد مزل ېې وهلی او کرکټ دپاره امریکا ته راغلي او له ځانه سره ېې د سولې پیغام راوړی.

د یو ایس اوپن د کرکټ شل اوریزو لوبو پیل د افغان المصافي ټیم او د امریکا د هیوسټن ایالت د ټیم ترمنځ سیالۍ نه وشو. د افغانستان د مشهورو لوبغاړو ګلبدین نایب نجیب ځدران جاوید احمدي او یمن احمدزي په ګډون جوړ شوي ټیم ونشو کړی چې مخالف ټیم ته ستر هدف ورکړی شي او ټول ټیم په ۱۰۸ منډو وسوزید. چې ځواب کې هیوسټن ټيم دا سیالي په اسانه په شپږو وکټو وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس او د المصافي د ټیم مسولین د یو ایس اوپن کرکټ د پرانستې په غونډه کې
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس او د المصافي د ټیم مسولین د یو ایس اوپن کرکټ د پرانستې په غونډه کې

د المصافي د لومړۍ ورځې د لوبې په اړه د نوموړي ټیم مالک انجینر هارون وویل چې لوبغاړو د دوه ورځو اوږد مزل وهلی و او د امریکا د میدان سره عیاریدو وخت ورته نه برابر نشو،نو ځکه ېې هغسې لوبه ونکړه څنګه چې پکار وه. هغه هیله وښودوه چې د راتلونکو لوبه به د افغان لوبغاړو د ټيم په ګټه وي.

د المصافي افغان ټیم به نن فلوریډا کې د یوایس ال سټار ټيم سره غرمه یوه بجه سیالي لري او د ګټلو په صورت کې به ېې بل پړاو ته ځي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG