د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی:شاهپور او شفق پخپله خوښه د کرکټ له میدانه بهر دي


د افغانستان د کرکټ دوه لوبغاړي شاهپور ځدران او شفیق الله شفق چې د ځینو نامعلومو وجوهاتو له کبله د تېرو څو میاشتو راهسې د کرکټ په کورنیو او نړیوالو سیالیو کې نه لیدل کیږي، د هغوي په اړه د افغانسان د کرکټ بورډ اجرایوی ریس ویلي چې دوي څو ځله د شاهپور ځدران او شفیق الله شفق نه وغوښتل چې د کرکټ میدان ته مخه کړي ،خو هغوي ورته معذرت کړیدی. ښاغلي ستانکزي دا هم وویل چې شاهپور ځدران او د شفیق الله شفق د کورنۍ د غړیو سره ېې هم په دې اړه خبرې کړيدي چې نوموړي لوبغاړي دې ته حاضر کړي چې خپله میدانه ته راشي.هغه وايي چې دوي به بیا هم هڅه وکړي او هیله ده چې دواړه لوبغاړي د خپلو مینه والو دپاره د کرکټ میدان ته راشي.

د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي د دسمبر په اوومه د انگلستان د زمریانو د ټیم سره څلور ورځنۍ سیالي لري.
د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي د دسمبر په اوومه د انگلستان د زمریانو د ټیم سره څلور ورځنۍ سیالي لري.

ښاغلي شفیق ستانکزي د امریکا غږ اشنا راډیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې د شهزاد محمدي چې پلار ېې تېره ورځ په حق رسیدلی، هغه خپل کور ته ستون شوی،او انگلستان خلاف څلور ورځنۍ سیالۍ کې برخه نه اخلي،خو شهزاد غواړي چې د راتلونکو ورځو کې د متحده عربي اماراتو سره شل اوریزو سیالیو کې ولوبیږي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا افغانستان د دسمبر د میاشتې په اخري لسو ورځو کې د متحده عربي اماراتو سره درې شل اوریزې سیالۍ لري، چې هغې دپاره به ټیم ډیر زر اعلان شي. بیا به ملي ټیم کابل ته ستنیږي او د جنوري په څوارلسمه د اتو ملکونو د کرکټ ټیمونو ترمنځ شل اوریزو سیالیو دپاره بیا متحده عربي اماراتو ته ځي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس دا هم وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي،الف،نولس کلن او نور ټیمونه په داخلي او خارجي لوبو کې د کال ٢٠١٨ د جون پورې یو مصروف مهال ویش لري، چې دې کې د بشپړ غړتیوب ملکونو سره هم سیالۍ شاملې دي، چې وخت ځای او مقابل ټیمونه به ژر معلوم شي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG