د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ په کمکي نړیوال جام کې


افغانستان په کال ٢٠١٦ د کرکټ په ١٥ شل اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې او ١١ ثث په کې گټلي. اوس به کال ٢٠١٦ کې د اتو کرکټ ټیمونو په سیالیو کې اول راونډ کې درې سیالۍ او بیا به سیمي فاینل او فاینل ته په رسیدو دوه نور سیالیو کې گډون کوي.

دغه سیالۍ د ډیزرټ ټي ټونټي کپ په نوم د متحده عربي اماراتو په دوه میدانونو ابوظهبي او دوبۍ کې ترسره کیږي ،چې د کرکټ د دویمې درجې اته ټیمونه برخه اخلي او د دغو کرکټ ټیمونو د کپتانانو په وینا دا دوي دپاره د کرکټ کمکی نړیوال جام دی.

افغانستان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې تېر کال برخه اخیستې وه او د جام دقهرمان ویسټ انډیز په شمول څلور ټیمونو ته ماتې ورکړې وه. اوس افغانستان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په قطار کې د نړۍ نهم ټیم بلل کیږي، چې دې کې ېې د اولې درجې دوه ټیمونه بنگله دیش او زمبابوې هم شاته پریښي.

د صحارا کرکټ جام سیالیو کې برخه اخیستونکی دافغانستان د ملي ټیم
د صحارا کرکټ جام سیالیو کې برخه اخیستونکی دافغانستان د ملي ټیم

افغانستان به د جنوري په څوارلسمه د ایرلینډ سره سیالي لري، ایرلینډ د کرکټ په دویمه درجه ټیمونو کې د افغانستان نیزدې حریف بلل کیږي او د کال ٢٠١٠ نه تر ننه ېې پینځه شل اوریزې سیالۍ کړیدي چې دوه پکې افغانستان او درې ایرلینډ گټلي دي، خو خپله ایرلینډ په تېر یو کال د شل اوریزو سیالیو په لړ کې ډیره کمزورې لوبه کړې او زیاتره سیالۍ ېې بایللي.

افغانستان به دویمه سیالي د متحده عربي اماراتو سره کوي ،افغانستان د دسمبر په میاشت کې هم د متحده عربي اماراتو سره درې شل اوریزې سیالۍ درلودې او درېواړو کې ېې د کور دننه ماتې ورکړې او یو قوي فشار ورباندې لري.

د دې سیالیو د لومړي روانډ دریمه سیالي د افغانستان او نمیبیا ترمنځ ده، نمبیا د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې هیڅ ښه سابقه نه لري او دې ټورنامنټ کې هم د پي این جي د ټیم د شرکت د نه کولو په وجه شامل کړی شویدی.

په دې معنا افغانستان زیات چانس لري چې خپل گروپ کې په اسانه پرمختگ وکړي او سیمي فاینل ته ووځي.

د دې سیالیو یوه ځانگړې خبر دا ده چې په تلویزون نه ښودل کیږي او متحده عربي اماراتو کې میشت افغانان کولی شي چې وړیا د دې سیالیو لیدو ته میدان ته ورشي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG