د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د ټست لوبو پر امتیاز ورکولو خبرې کیږي


افغانستان او ایرلنډ دا مهال د دویمې درجې پیاوړې لوبډلې دي
افغانستان او ایرلنډ دا مهال د دویمې درجې پیاوړې لوبډلې دي

د کرکټ د نړیوالې شورا بورډ او اجرائیوي غړي نن چهارشنبه (فبرورۍ ۱) په دوبۍ کې غونډه کوي.

په دغې غونډې کې به د نورو مسایلو تر څنګ افغانستان او ایرلنډ ته د ټسټ درجې په ورکولو او نه ورکولو هم خبرې کیږي. د نوي پلان له مخې د کرکټ نړیواله شورا غواړي چې د ټست درجې لرونکيو هېوادونو شمېر ۱۲ ته پورته کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي هیله مند دي چې له دغې غونډې به د افغانستان په ګټه یو څه را ووځي. دا مهال افغانستان او ایرلنډ د دویمې درجې (اسوشیټ) دوه پیاوړي لوبډلې دي.

د ټسټ درجه او بشپړ غړيتوب

یوه د ټست درجې خبره ده او بله د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب د اخیستلو خبره ده. کرکټ‌ بورډ وايي‌ د دوی هڅه دا ده چې اول د ټست درجه ترلاسه کړي او بیا د بشپړ غړيتوب لپاره هلې ځلې پیل کړي.

د نړیوالې شورا د شرایطو له مخې بشپړ غړی باید په ټولو معیارونو برابر کرکټ ولري، یانې پر ملي لوبډلې سربېره د الف، ۱۹، ۱۷ او د ښوونځي د کچې لوبډلې او کرکټ ولري.

همدغه راز بشپړ غړی باید د ۴-۳ ورځو او د کلپونو منظمې لوبې ولري. د افغانستان کرکټ بورډ د شمېرو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې "۵۰۰زره" کسان رسمي او غیر رسمي کرکټ کوي او د بېلابېلو کچې زرګونه کلپونه هم شته. د زونونو ترمنځ د یوې، درې او څلورو ورځو منظمې سیالۍ هم کیږي.

د بشپړ غړیتوب لپاره بل شرط د ښځو کرکټ بلل کیږي، خو د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان ټولنیزو محدودیتونو ته په کتو د اوس لپاره په دغه برخه کې له افغانستان سره سختي نکوي. همدغه راز باید بشپړ غړي داسې روزونکي ولري چې د نړیوالو سیالیو لوبڅاري وکړي.

بشپړ غړی حد اقل باید پنځه داسې لوبغالي ولري چې په نړیوالو معیارونو برابر وي چې افغانستان وايي دا شرط یې هم پوره کړی دي.

پر دې سربېره باید د سیمې او نړۍ په کچه د کرکټ د یو لوی ټورمنټ کوربه وي ان که د ۱۷کلنو ځوانانو کوم ټورنمنټ هم وي، خو د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان له اوسنیو امنیتي حالاتو هم ښه خبره ده.

یو بل شرط یې د قوي بورډ لرل دي، چې کورني کرکټ ته وده ورکړي، د کرکټ لپاره مالي ملاتړ – سپانسر- پیدا کړي او د نورو هېوادونو او لوبډلو سره سیالۍ برابرې کړې، چې افغانستان وايي دا هم لري. ځینې نور شرطونه هم شته، خو همدا یې مهم وو.

د کرکټ بورډ هیله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي دوی تقریبا د کرکټ د نړیوالې شورا ټول شرطونه پوره کړي دي او هیله یې دا ده چې د کرکټ نړیواله شورا افغانستان ته د ټست درجې او بشپړ غړیتوب په ورکولو ښه غور وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وار د مخه د کرکټ نړیوالې شورا ته عریضه کړې ده چې د افغانستان داخلي څلور ورځنیو لوبو ته د فرسټ کلاس لوبو درجه هم ورکړي، چې ایرلنډ ته تېرکال واخیسته.

د ټست درجې اخیستلو بل چانس

که د کرکټ د نړیوالې شورا په نننۍ غونډې کې افغانستان ته د ټست لوبو امتیاز ورنکړل شي، افغانستان یو بل چانس هم لري چې د ټسټ درجه واخلي. هغه داسې چې باید د لویو وچو د څلور ورځنیو سیالیو اتلولي وګټي.

دا مهال د دغو سیالیو په اوسني جدول کې ایرلنډ اول او افغانستان دویم مقام لري، خو راتلونکو شاوخوا دوو میاشتو کې افغانستان او ایرلنډ په هند کې سره مخامخ کیږي چې افغانستان ته یې ګټل ضرور دي.

پر دې سربېره له اماراتو او هانګ سره هم څلور ورځنۍ لوبې لري، که افغانستان خپلې پاتې درې ، څلور ورځنۍ لوبې وګټي، د لویو وچو د هېوادونو اتلولي ګټي او د کرکټ د نړیوالې شورا د پرېکړې له مخې د ټست درجې لرونکو هېوادونو سره د ټست سیالیو امتیاز ورکول کیږي.

د لویو وچو د هېوادونو په سیالیو کې پر افغانستان سربېره، ایرلنډ، هالنډ، سکاټلنډ، هانک کانګ، متحده عرب امارات، نمیبیا او پاپوانیوګیني شامل دي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د دریمې درجې امتیاز په ۲۰۰۱ کال او د دویمې درجې امتیاز یې په ۲۰۱۳ کال کې واخیست، خو د نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو امتیاز یې په ۲۰۰۹ کال کې ترلاسه کړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG