د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ایرلنډ څخه د ۲۰ اورونو لړۍ ۳-۰وګټله


دا لومړی ځل دی چې افغانستان ایرلنډ ته دا ډول ماتې ورکوي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان ایرلنډ ته دا ډول ماتې ورکوي.

افغانستان په درېیمې شل اوریزې سیالۍ کې ایرلنډ ته د ۲۳۴ منډو هدف ورکړ، دا په دا ډول نړیوالو سیالیو کې د افغانستان تر ټولو لوړ هدف دی چې کومې مخالفې لوبډلې ته یې ورکوي. لوبه د یکشنبې په ورځ په هند کې وشوه.

په ۲۰۱۶ کال کې په یوې بلې لوبې کې افغانستان زمبابوې ته د ۲۱۵ منډو هدف ورکړی و.

د ایرلنډ ټوله لوبډله په وروستي شلم اور کې په ۲۰۵ منډو وسوځېدله او په دې ډول افغانستان په لومړي ځل له ایرلنډ څخه د شلو اورونو یو سیریز ۳-۰ وګاټه.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان په ډېر مهم وخت کې د ایرلنډ درې کسان وسوځول او د افغانستان بری یې یقیني کړ. کریم جنت او حمزه هوتګ دوه دوه لوبغاړي او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځول.

په افغان توپوهونکو کې محمد نبي بیا تر ټولو ډېرې منډې وکړې، ده په ۳۰ توپونو ۸۹ منډې وکړې چې نهه شپږیزې او شپږ څلوریزې په کې شاملې وې. دا د شل اوریزو سیالیو په یوې لوبې کې د محمد نبي تر ټولو ډېرې منډې دي.

په نورو لوبغاړو کې بیا شهزاد محمدي په ۴۳ توپونو ۷۲ منډې وکړې چې پنځه په کې شپږیزې او شپږ څلوریزې شاملې وې.

افغانستان له ایرلنډ څخه د دغې لړۍ دویمه او درېیمه لوبه تر وروستۍ لوبې په اسانې سره ګټلې وې، خو په درېيمه لوبه کې ایرلنډ ښه لوبه وکړه.

محمد نبي د نننۍ لوبې او راشد خان د ټول سیریز غوره لوبغاړی شو. راشد په دغه سیریز کې ۹ لوبغاړي وسوځول.

له دې وروسته د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو سیالیو لړۍ پيلیږي، چې اوله لوبه یې د چهارشنبې په ورځ ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG