د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په عربي متحده اماراتو کې پخپله شپږمه لوبه کې د هالنډ لوبډلې ته یې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د کرکټ د نړیوالې شوار (ICC) د نړۍ د کرکټ لیګ د سیالیو دوه ویشته لوبه نن د افغانستان او د هالنډ د لوبډلې تر منځ د شارجې په نړیوال لوبغالي کې د کرکټ د ګڼ شمیر مینه والو په ګډون تر سره شوه.

پچه د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وګټله خو د لومړي بیټنګ کولو نوبت یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.

هالنډ په پوره پنځوسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره د افغانستان لوبډلې ته د 256 منډو هدف وټاکه چې په یو ورځنیو سیالیو کې د دویمې لوبډلې لخوا د دومره ستر هدف پوره کول د هر چا د وس خبره نده.

عزت الله دولت زي 9 اورونه وکړل او د هالنډ 4 لوبغاړي یې وسوځول، نبي عیسی خیل دوه او سمیع الله شینواري او جاوید احمدي یو یو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان د بیټنګ په نوبت کې بیا د هیواد تکړه لوبغاړي کریم صادق په خورا چټکۍ لوبه پیل کړه او توپ یې د لوبغالي هرې خوا ته وشاړه. هغه پوره سل نمرې جوړې کړې، غوښتل یې چې د لوبډلې لپاره د لوبې ګټل نور هم آسانه کړي خو په پای کې وسوځید.

نوروز منګل 45، جاوید احمدي 43 ، محمد شهزاد 37، شبیر نوري 13 او محمد نبي 3 منډې جوړې کړې. کپتان نوروز منګل د لوبې تر پایه ونه سوځید.

د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کریم خان صادق وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG