د لاس رسي وړ اتصالات

کال ٢٠١٦ :د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د بریاو کال


د افغانستان کرکټ ملي ټیم د کال ٢٠١٥ پای په متحده عربي اماراتو کې د زمبابوې نه د یو ورځنۍ سیالۍ گټلو سره پای ته رسولی و،نو دوه زره شپاړلسم کال ېې هم په متحده عربي اماراتو کې د کوربه ټیم نه شل اوریزو سیالیو لړۍ درې صفر په گټلو سره پای ته ورسوه.

په کال ٢٠١٦ کې افغانستان د کرکټ د اولې درجې او د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکي ټیم زمبابوې ته په شارجه کې په په پینځه یو ورځینو سیالیو کې په درې دوه او شل اوریزو سیالیو کې په دوه صفر ستره ماتې ورکړه او د کال پیل ېې د قوي ټیم د ماتولو سره وکړو.

کال ٢٠١٦ محمد شهزاد په شل اوریزو سیالیو کې زیاتې منډې جوړونکی دویم لوبغاړی دی
کال ٢٠١٦ محمد شهزاد په شل اوریزو سیالیو کې زیاتې منډې جوړونکی دویم لوبغاړی دی

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د یو ورځینو سیالیو په لړ کې د خپل سیال ټیمونو سکاټ لینډ سره دوه سیالۍ درلودې چې یوه ېې باران له کبله مساوي او دویمه ېې افغانستان په بري تمامه شوه او دا شان ېې سکاټ لینډ ته ېې کور کې په یو صفر ماتې وکړه. سکاټ لینډ نه پس افغانستان د ایرلینډ سره د کرکټ پینځه یو ورځنۍ سیالۍ درلودې چې هغې کې یوه سیالي باران له کبله مکمله نشوه او باقي څلورو کې دوه افغانستان او دوه ایرلینډ په گټه تمامې شوې او د پینځو یو ورځنیو سیالیو سیریز دوه دوه مساوی پای ته ورسید.

په همدې کال ٢٠١٦ کې افغانستان بنگله دیش ته د دریو یو ورځنیو سیالیو دپاره سفر درلود چې لومړۍ سیالي ېې افغانستان په ډیر کم ٧ منډو بایلوده ،دویمه کې ېې بنگله دیش ته په دوه وکټو ماتې ورکړه. چې دا دویم ځل و چې افغانستان بنگله دیش ته بنگله دیش کې ماتې ورکوي. دریمه سیالي د بنگله دیش په گټه ختمه شوه او د دریو یو ورځینو سیالیو سیریز هم بنگله دیش وگټه.

محمد نبي په توپ وهنه او توپ اچونه کې د نړۍ پینځم غوره الراونډر لوبغاړی
محمد نبي په توپ وهنه او توپ اچونه کې د نړۍ پینځم غوره الراونډر لوبغاړی

په کال ٢٠١٦ کې افغانستان د کرکټ ملي ټیم ١٢ یو ورځنۍ سیالۍ کړیدي، چې دې کې ېې یوه مساوي شپږ بایللي او پینځه گټلي دي. افغانستان بیا شل اوریزو سیالیو کې ډیر ښه ځلیدلی او په ١٥ سیالیو کې ېې ١١ گټلي او یوازې څلور ېې بایللي دي. چې په دې کې ېې ستره بریا د کرکټ شل اوریز جام کې د کال ٢٠١٦ د شل اوریزو سیالیو قهرمان ټیم ویسټ انډیز ته ماتې ورکول وو.

افغانستان د کرکټ ملي ټیم په کال ٢٠١٦ کې هند کې شوي شل اوریز نړیوال جام په لومړي پړاو کې دریواړه مخالف ټیمونه سکاټ لینډ،هانگ کانگ او د کرکټ د اولې درجې ټیم زمبابوې مات کړل او په لومړي ځل ېې د کرکټ د شل اوریز جام سیالیو کې بری ترلاسه کړ او دویم او مهم پړاو ته لاره وموندله، چرته چې د اولې درجې ټیمونو سري لنکا،انگلستان،جنوبي افریقا، او ویسټ انډیز سره د کلکتې، نوي ډهلي، ممبي او ناگپور په میدانونو ولوبیدل او ډیر ښه وځلیدل.په تېره د سري لنکا او انگلستان مقابل کې خو ېې د بري قوي امکان هم پیدا شوی و،خو د تجربې د کمي له کبله ېې بری ونه موند.

د اصغر ستانکزي په مشرۍ کې د افغانستان ټیم سترو ټیمونو ته ماتې ورکړي
د اصغر ستانکزي په مشرۍ کې د افغانستان ټیم سترو ټیمونو ته ماتې ورکړي

افغانستان د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام نه علاوه د اسیا د شل اوریز جام دپاره هم د غوراوي سیالیو کې برخه اخیستې وه چې په بنگله دیش کې ترسره شوې او د متحده عربي اماراتو نه د ١٦ منډو په توپیر ماتې له کبله اسیا د کرکټ جام په سیالیو کې د دوي ځلي گډون نه بې برخې پاتې شو.

په دې کال کې افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د انټر کاټینیټل جام دپاره څلور ورځنیو سیالیو کې هم ډېره پیاوړې ونډه درلوده او د اتو ټیمونو ترمنځ روان بهیر کې ېې دویم مقام ته ځان رسولی. افغانستان د اپریل په میاشت کې د هند په نوي ډهلي کې د نمیبیا ټیم ته په څلور ورځنۍ سیالۍ کې یو اننگ او ٣٦ منډو ستره ماتې ورکړه او په جولايي کې ېې هالینډ ته د همدې سیالیو په څلور ورځنۍ لوبه کې په تصادفي ډول په یو اننگ او شپږ دیرش منډو ماتې ورکړه او ځان ېې د ایرلینډ سره د جدول په درجو کې نیزدې یعني دویم مقام ته ورسوه. دا دواړه ټیمونه به را روان کال کې به دواړه ایرلینډ او افغانستان نوي ډهلي کې مخامخ کیږي او هر ټیم چې د دې سیالیو تر اخره جدول کې اول مقام گټلی وساته نو هغه به د کرکټ د ټیسټ درجې اخیستو دپاره مستحق وگرځي.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم دا وختد کرکټ د نړیوالې شورا لخوا جاري شوي جدول کې په یو ورځني کرکټ کې په لسم مقام دی چې د کرکټ د اولې درجې د ټیم زمبابوې نه هم مخکې دی، همداراز افغانستان په شل اوریزو سیالیو کې په نهم مقام دی، دلته ېې د زمبابوې سره سره د بنگله دیش غوندې د اولې درجې بل ټیم هم شاته پریښی.

د افغانستان د کرکټ مینه وال هیله لري چې ملي ټیم ېې هر راتلونکي کال کې همداسې وځلیږي
د افغانستان د کرکټ مینه وال هیله لري چې ملي ټیم ېې هر راتلونکي کال کې همداسې وځلیږي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نه یوازې خپله په دې کال کې غوره لوبې وکړې بلکې لوبغاړي ېې هم د کرکټ په غوره لوبغاړو کې یاد او ونازول شول. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی د کپتان په توگه د ډیرو بریایو امتیاز ترلاسه کونکو کپتانانو کې شامل دی او د بریایو د اوسط په اساس مخکې دی. محمد شهزاد په شل اوریزو سیالیو کې د توپ وهنې په لړ کې نهم مقام لرونکی لوبغاړی دی ،په شل اوریزو سیالیو کې د توپ اچونې په لړ کې د افغانستان راشد ارمان پینځم مقام لري. محمد نبي په توپ وهنه او توپ اچونه کې چې کرکټ کې الراونډر لوبغاړو بلل کیږي، څلورم مقام لري. د افغانستان سمیع الله شینواري دې لړ کې لسم مقام باندی دی .

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دپاره د کال ٢٠١٦ تاریخي ورځ،ویسټ انډیز ته ېې ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دپاره د کال ٢٠١٦ تاریخي ورځ،ویسټ انډیز ته ېې ماتې ورکړه

دې نه علاوه د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي محمد نبي ،محمد شهزاد او راشد ارمان د بنگله دیش په کرکټ تجارتي سیالیو بي پي ایل کې هم ښه وځلیدل او د لوبو غوره لوبغاړي وگرځیدل.محمد نبي او محمد شهزاد د پاکستان په راتلونکو تجارتي سیالیو پي ایس ایل کې هم اخیستل شویدي.همداراز محمد شهزاد د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د دویمې درجې یا ایسوشیټس ټیمونو د لوبغاړو په لړ کې د غوره لوبغاړي جایزې ته هم نومول شویدی.

په ټول کې چې ولیدل شي کال ٢٠١٦ د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم او ملي ټیم د لوبغاړو دپاره یو طلايي کال او د کرکټ مینه وال هیله لري چې راتلونکی نوي کال ٢٠١٧ کې هم د دوي ملي ټیم او لوبغاړي ښه وځلیږي او افغانستان ته ښه نوم عزت او شهرت وگټي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG