د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ:افغانستان له نمیبیا سره لوبې کې برلاسی دی


دا د انټرکانټینېنټل یا لویو وچو د هېوادونو ترمنځ د روانو سیالیو په لړ کې د افغانستان درېیمه لوبه ده، چې د هند د نوي ډیلي د نویدا ګریټېر په لوبغالي کې روانه ده. دا د څلورو ورځو - فرسټ کلاس- لوبه ده، چې په اوله ورځ یې افغانستان برلاسی و.

په دویمه ورځ محمد شهزاد محمدي سلیزه وکړه، خو له هغه سره نورو لوبغاړو ډېره ملګرتیا ونکړه، یوازې افسرځاځي ۴۹ منډې وکړې. افغانستان په خپلې لومړۍ پاڼې کې ۳۳۴ منډې وکړې او پر نمیبیا یې ۱۶۲ منډې زیاتې کړې.

نمیبیا په خپلې دویمې پاڼې کې د سر دوه لوبغاړي ژر ژر له لاسه ورکړل، محمد نبي دغه دوه لوبغاړي وسوځول، د سه شنبې په ورځ به افغانان له لوړ مورا سره د نمیبیا په وړاندې ډګر ته راووځي.

لومړۍ ورځ

د لوبې پچه نمیبیا وګټله، خو د محمد نبي او ځوان توپ اچونکي، ظاهر خان، د ښه باولینګ له برکته، نمیبیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۷۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. محمد نبي پنځه او ظاهر خان درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

د لومړۍ ورځې په پای کې، افغانستان په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۲۶ منډې درلودې او یوازې نور علي په ۲۹ منډو سوځیدلی و، شهزاد محمدي ۷۴ او کپټن اصغر ۲۱ منډې کړي او همدوی به د دوشنبې په ورځ د لوبې دویمه ورځ پیلوي.

دغه ټوله څلور ورځنۍ لوبه ۲۰ نمبرې لري، اوس به د افغانستان هڅه دا وي، چې په خپلې لومړنۍ پاڼۍ کې پر نمیبیا رنزونه یا منډې ډېرې واړوي، چې دویمه پاڼۍ یې ورته سخته کړي.

که افغانستان پر نمیبیا خپلې منډې واړوي، له ۲۰ نمبرو څخه به شپږ نمبرې خپلې کړې او که لوبه یې وګټله نو ټولې ۲۰ نمبرې به خپلې کړي، په هغه صورت که لوبه مساوي هم شي، افغانستان به د ۲۰ نمبرو څخه ۱۴ وګټي، خو د دغې لوبې ګټل افغانستان ته ډېر مهم دي، همدغسې نمیبیا ته هم.

د انټرکانټینېنټل سیالۍ

د انټرکانټیننټل یا لویو وچو هېوادونو څلور ورځنۍ روانې سیالۍ د اسیا، اروپا او افریقا د اتو هېوادونو ترمنځ کې کیږي.

افغانستان، متحده عرب امارات، هانګ کانګ، ایرلینډ، سکاټلنډ، هالینډ، پاپوانیوګیني او نمیبیا له یو بل سره سیالۍ کوي.

د دغو سیالیو ارزښت په دې کې دی، چې د سیالیو د جدول د سر لوبډله به د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي سره د ټست سیالیو امتیاز ترلاسه کوي.

افغانستان له سکاټلینډ سره لوبه مساوي کړې او له پاپوانیوګیني نه یې ګټلې ده او اوس په جدول کې پنځم ځای لري، که روانه لوبه وګټي درېیم نمبر ته به پورته شي.

ایرلینډ خپلې درې واړه لوبې ګټلې او د جدول په سر کې دی او ورپسې هالینډ او هانګ کانګ دي. افغانستان له ټست درجه لروونکو هېوادونو سره د سیالیو لپاره باید خپلې پاتې څلور نورې څلور ورځنۍ لوبې وګټي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG