د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان د اروپا سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې


له څه مودې ځنډ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بیا له سیالیو یو ډک سفر پيلوي، خو دا وارې به د اروپا په یخې هوا، نمجنو او لوندو لوبغالو کې لوبې کوي. افغانستان به له سکاټلېنډ سره د دوو او له ایرلنډ سره د پنځو یوې ورځنیو سیالیو سربېره، له هالینډ سره هم د څلور ورځو یوه لوبه لري.

له سکاټلېنډ سره یې سیالۍ د جولاۍ په څلورمه او شپږمه او له ایرلنډ سره بیا د همدغې میاشتې په لسمه، ۱۲، ۱۴، ۱۷ او ۱۹ نېټو دي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له ایرلنډ سره د پنځو لوبو لړۍ لري، چې ګټل یې ډېر مهم دي، ځکه چې په نړیوال جدول کې به د افغانستان په مقام تاثیر کوي.

د لوبغاړو په اعلان شوي پنځلس کسیز لست کې محمد شهزاد، نورعلي، جاوید احمدي، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ، راشد خان، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، امیر حمزه او یمن احمدزي شامل دي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له ایرلنډ سره پنځه یوه ورځنۍ لوبې کوي
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له ایرلنډ سره پنځه یوه ورځنۍ لوبې کوي

ناصر جمال، عمران جنت او افسر ځاځی په منتظره لوبغاړو کې دي یانې که ضرورت پېدا شو بیا به ورځي.

افغانستان به له سکاټلنډ او ایرلنډ سره له سیالیو وروسته هالنډ ته ځي چې له کوربه سره د څلورو ورځو سیالۍ وکړي. کرکټ بورډ د دغې سیالۍ لپاره هم لوبډله اعلان کړې ده.

په لوبډلې کې له عمران جنت، حشمت شهیدي، ظاهر خان، ناصرجمال او سید شیرزاد نه پرته نوره هماغه د یوې ورځنیو لوبو لوبغاړي دي، خو جاوید احمدي، عبدالله عادل او افسر خان په منتظره لوبغاړو کې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي لوبغاړي یې د وړتیا له مخې ټاکلي او هیله یې دا ده چې د اروپا سفر یې له بریاوو ډک وي.

افغانستان د لویو وچو هېوادونو په څلورو ورځنیو سیالیو کې درېیم مقام لري او له هالينډ سره یې لوبه ځکه ډېره مهمه ده، چې په ګټلو سره به یې د اتو هېوادونو د جدول سر ته خیژي، چې د نړیوالې شورا له بشپړ غړيو سره یې د ټست لوبو چانس نور هم زیاتیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG