د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اتو هیوادونو په کرکټ ټورنامنټ کې گډون کوي


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د نوي کال د لومړۍ میاشتې د څوارلسمې نیټې نه کیږي،چې د خپلې درجې یعني د کرکټ د ایسوشیټ ټیمونو په یو معتبر ټورنامنټ کې د خپلو قوي او نیزدې حریفانو،ایر لینډ،سکاټ لینډ،هالینډ،هانگ کانگ ،عمان،نمیبیا او کوربه متحده عربي اماراتو سره شل اوریزې سیالۍ کوي.

دغه اته ټیمونه په دوه گروپو نو الف او ب گروپ ویشل شویدي چې د یو بل سره به د جنوري تر اوولسمې د ابوظهبي په کرکټ میدان گروپ سیالۍ کوي او بیا به سیمي فاینل او فاینل دپاره څلور ټیمونه د دوبۍ کرکټ میدان ته ځي.افغانستان د خپل نیزدې سیال ایرلینډ سره الف گروپ کې دی، چې ورسره بل نیزدې حریف د متحده عربي اماراتو ټیم هم دی. څلورم ټیم د نمبیا دی. گروپ ب کې سکاټ لینډ، هالینډ،عمان او هانگ کانگ شامل دي.

هره ورځ به دوه سیالۍ وي یوه د غرمې دوه بجې نه تر شپږو او بله د ماښام له اوو نه تر لسو بجو پورې.

افغانستان به څو ورځو کې د دې سیالیو دپاره ټیم اعلان کړي
افغانستان به څو ورځو کې د دې سیالیو دپاره ټیم اعلان کړي

افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د جنوري په څوارلسمه ماښام اووه بجې د ایرلینډ سره کوي.چې دا به ډیره موده پس د دواړو ټیمونو ترمنځ کیدونکې شل اوریزه سیالي وي. افغانستان دا وخت په شل اوریزو سیالیو کې په نړیواله درجه بندۍ کې نهم مقام لري او ایرلینډ په پینځلسم مقام دی.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ غړی زید عباس رسنیو ته ویلي چې د دې ټورنامنټ هدف دا دی چې د کرکټ د دویمې درجې هیوادونه چې هر یو ېې د بل سره سخت رقابت لري او غواړي چې خپله وړتیا وښي ،په دې صحارا ټي ټونټي کپ کې د دوي سیالۍ به د کرکټ مینه والو ته ډېرې جالبې وي او ډیرې خوندورې لوبې به وویني.

د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو په کرکټ میدانونو چې هر وخت د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سیالۍ لري نو ډېر زیات مینه وال ېې لیدو ته ورځي، د متحده عربي اماراتو او افغانستان وروستیو دریو شل اوریزو سیالیو لیدو ته زرهاو افغانان ورغلي وو.چې دا ځل بیا هم د زیاتو افغانانو د ورتگ توقع کیږي ،ځکه چې لوبې د ماښام لخوا دي او ټکټ هم نه لري، نو افغانان د کار نه پس د خپلو ملي ټیم لیدو او تشویق دپاره ورتلی شي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG