د لاس رسي وړ اتصالات

په شاپور ځدراڼ "وسله وال برید" شوی دی


شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی دی
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ وایي چې د شنبې په ماښام کور ته په لار یې پر ګاډي برید شوی دی خو زیانورته نه دی رسېدلی.هغه امریکا غږ اشنا ته وویل چې په ګاډي کې ورسره ورور، غمی ځدراڼ هم و، چې هغه هم ژوبل شوی نه دی.

ښاغلي ځدراڼ وویل په هیچا هم شک نلري او له هیچا سره هم کومه شخصي ستونزه او دښمني نلري چې دا ډول برید پرې وشي، خو له حکومت نه یې وغوښتل چې د افغانستان د ملي لوبغاړو امنیت ته جدي پام وکړي.

ښاغلي ځدران دا خبره هم وکړه چې له برید وروسته یې سم له واره د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ته خبر ورکړ او هغوی ورته ډاډ ورکړ چې په دې اړه به پلټنې کوي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر کوم لوبغاړي دا ډول هڅه کیږي.

تراوسه د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم د کابل پولیسو د دغه برید پخلی کړی دی.

له شاپور سره د جعفر هاند مرکه دلته واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:39 0:00

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG