د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږیزې کرکټ اتل به څوک وي؟


د شپږیزې د شپږو ټیمونو کپتانان محمد نبي، شفیق الله شفق،اصغر ستانکزی،جاوید احمدي،نوروز منگل او شاهپور ځدران
د شپږیزې د شپږو ټیمونو کپتانان محمد نبي، شفیق الله شفق،اصغر ستانکزی،جاوید احمدي،نوروز منگل او شاهپور ځدران

د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د نومبر د دریمې نیټې پیل شوې د افغانستان د شپږو زونونو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې به د جمعې په ورځ پای ته ورسي.دغه سیالۍ چې د شپږیزې په نوم یادیږي،دا دریم کال دی چې کابل کې ترسره کیږي،چې دا ځل پکې د تېر کال په نسبت یو ټیم زیات ولوبیده.

د تېر کال اتل ټیم د مس عینک اتلان ټیم سږ کال د سر په څلورو ټیمونو کې ځای ونه موند او د خپلې اتلولۍ د ساتلو نه هم پاتې شو. د مس عینک سره د بست ساتونکو ټیم هم د ټورنامنټ د دویمې مرحلې سیمې فاینل ته ونه رسید.

د مشهورو لوبغاړو ټیمونه ښه ونه ځلیدل
د مشهورو لوبغاړو ټیمونه ښه ونه ځلیدل

د سپین غر بازانو ټیم د شفیق الله شفق په مشرۍ پینځو لوبو کې څلور وگټلې او اته پواینټه ېې وگټل. باقي درې ټیمونو د کابل بازانو ،امو نهنگانو او د بند امیر ښامارانو د دوه لوبو گټلو ،دوه بایللو او یوې د بې نتیجې کیدو نه پس پینځه پینځه پواینټه واخیستل او سمي فاینل ته ورسیدل.

خو د چارشنبې په ورځ د نومبر په یولسمه چې د څلورو ټیمونو دپاره د سیمي فاینل یا نیمه پای لوبې ورځ ټاکل شوې وه، د دریو ورځو د باران نه پس ممکنه نشوه چې یوه لوبه هم وشي. همدغه باران د ټورنامنټ اخري دوه ورځې هم زیانمنې کړې او لوبې په عادي توگه پرمخ لا نه ړې.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا که چرې د پنجشنبې په ورځ امکان و او میدان کرکټ ته مناسب و نو سیمي فاینل سیالۍ به وکړي او د فاینل لوبه به بلې ورځ یعني جمعې ته وغځوي، خو که چرې پنجشنبه هم د لوبې امکان نه ،نو بیا به جمعې په ورځ د سر د دوه غوره ټیمونو سپین غر زمریانو او کابل بازانو ترمنځ فاینل وکړي.

د شپږیزې سیالیو لیدو زرهاو خلک لیدو ته ورغلل
د شپږیزې سیالیو لیدو زرهاو خلک لیدو ته ورغلل

خو دا نه ده معلومه که دواړه ورځې لوبه امکان ونه لري نو قهرمان به څنگه معلومیږي، د دې فیصله به د جمعې په ورځ کیږي. دا وخت سپین غر زمریان د اتو پواینټو سره ټولو نه مخکې دی نو اتلولۍ گټلو کاندید دی. سپین غر زمریانو د شپږیزې د کال ٢٠٠١٣ اتلولي هم گټلې وه.

په دې سیالیو کې د سپین غر بازانو کپتان شفیق الله شفق غوره کپتاني وکړه. د لوبې غوره لوبغاړو کې دوه انعامونه د امو نهنگانو جاوید احمدي وگټل.ځوان لوبغاړو حمزه هوتک ،حشمت شهیدي، کبیرعمر،باطن شاه،منیر احمد او نورو په خپل خپل ځای غوره لوبه وکړه. دې ټورنامنټ کې مشهور لوبغاړي نجیب ځدران،نور علي ځدران،نورروز منگل او اصغر ستانکزي ډیر ښه ونه ځلیدل. محمد نبي ،گلبدین نایب او سمیع الله شینواري بیا هم خپله وړتیا وښوده.

د کابل د کرکټ نړیوال لوبغالی په ډیرو امکاناتو سمبال شوی
د کابل د کرکټ نړیوال لوبغالی په ډیرو امکاناتو سمبال شوی

توپ اچونه کې جاوید احمدي، راشد ارمان عبدالله عادل،حمزه هوتک او نوین الحق زیاتې وکټې اخیستي . چې زیاتره ېې سلو توپ اچونکي دي.

په توپ وهنه کې حشمت شهیدي، منیر احمد، گلبدین نایب ،شبیر نوري او کبیر عمر نورو نه مخکې وو. د دې سیالو د غوره لوبغاړو اعلان به د جمعې په ورځ کیږي.

د سږ کال د شپږیزو سیالیو بندوبست او انتظام په کولو د کرکټ بورډ ستاینه هم کیږي او د لوبو د پرانستې غونډه ېې د مثال په توگه وړاندې کیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG