د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د شل اوریز کرکټ قهرمان سره مخامخ کیږي


افغانستان تراوسه دوه ځله نړیوالو سیالیو کې د سري لنکا د ټیم سره مخ شویدی ، یو ځل د کال ۲۰۱۴ د اسیا جام په سیالۍ کې او دویم ځل د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په سیالۍ کې ، چې دواړه پنځوس اوریزې وې او سري لنکا ګټلې وې، په اسټرالیا کې شوي نړیوال جام سیالې کې خو افغانستان د سري لنکا مقابل کې دومره غوره لوبه کړې وه چې سري لنکا ېې ماتې د خطر سره مخ کړی و.

په شل اوریز کرکټ کې دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان د سري لنکا سره سیالي لري،سري لنکا دا وخت د کرکټ د شل اوریز لوبو قهرمان دی او د خپل مقام دفاع کوي او لومړۍ سیالۍ د افغانستان د هغه ټیم سره ده چې د لومړي پړاو نه بریالی راوتی او ډیرې قوي روحيې سره میدان ته ووځي.

د کال ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالۍ کې افغانستان د سري لنکا ټیم د ماتې د خطر سره مخ کړی و
د کال ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالۍ کې افغانستان د سري لنکا ټیم د ماتې د خطر سره مخ کړی و

بلخوا د سري لنکا ټیم د اسیا د کرکټ جام په وروستیو سیالیو کې پرله پسې ماتې وخوړلې او د سخت فشار سره مخ ښکاري .تکړه لوبغاړی ملینګا هم ورسره دې سیالۍ کې ملګری نه دی. نو افغانستان ته ښه فرصت دی چې سري لنکا سره ښه مقابله وکړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي نن رسنیو سره خبرو کې ویلي چې موږ د سري لنکا سره د تیرو سیالیو نه ډیر څه زده کړي او بل دا چې د شل اوریز کرکټ او پنځوس اوریز کرکټ ترمنځ هم ډیر فرق وي او موږ شل اوریزو سیالیو کې ډیر ښه استعداد لرو.

د افغانستان په استعداد کې مهم نوم د محمد شهزاد دی ، چې دا وخت په شل اوریز کرکټ کې یو ځانګړی نوم لري او که چرې په میدان ودریده نو د سري لنکا مقابل کې د افغانستان تله درنولی شي. محمد شهزاد په یوه مرکه کې ویلي چې موږ دلته مازې کرکټ کولو ته نه یو راغلي ،بلکې د خپل کمال ښودلو دپاره راغلي یو.

افغانستان او د سري لنکا ترمنځ ستر توپیر د تجربې دی،سری لنکا د افغانستان نه په کرکټ کې په کراتو زیاته تجربه لري ،خو کرکټ په اړه دا خبره عامه ده چې دا چانس او خاصې ورځ لوبه ده او په هغه مخصوصه ورځ چې هر ټیم خپله وړتیا وښوده ،هغه بریالی دی.

اصغر ستانکزی وايي موږ د سري لنکا د ټيم دپاره قوي پلان جوړ کړی
اصغر ستانکزی وايي موږ د سري لنکا د ټيم دپاره قوي پلان جوړ کړی

د افغانستان او سري لنکا ترمنځ سیالي د کلکتې په ایډن ګارډن میدان کیږي ،چې نن ورباندې د پاکستان ټیم بنګله دیش ته ماتې ورکړه ،پاکستان ورباندې لومړۍ توپ وهنه وکړه او دوه سوه نه زیاتې منډې ېې وکړې او بیا ېې د بنګله دیش په کمو منډو وسوزوه.

نو که سبا افغانستان هم پچه وګټی او توپ وهنه وکړي او یوسل اویا پورې منډې وکړي نو داسې پیاوړي توپ اچونکي لري چې سري لنکا د هدف نه مخکې وسوزوي. حمید حسن دولت ځدران، محمد نبي راشد او سمیع غوره توپ اچونه افغانستان ته بری راوړی شي.

په کلکته کې میشت زرهاو افغانان د پنجشنبې په ورځ د خپل کرکټ د ملي ټیم د سیالیو لیدو دپاره شېبې شماري. بلخوا زیات شمیر کې افغانان د افغانستان او سري لنکا د کرکټ دا مهمه سیالي وویني او د لوبغاړو ملاتړ وکړي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG