د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دویم ځل نړیوال جام کې لوبیږي


Afghanistan cricket team
Afghanistan cricket team

راپور .مطیع الله عابد


نن د سري لنکا په کولمبو میدان کې د افغانستان او د هند د کرکټ ټیمونو ترمنځ د کرکټ د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په لړ کې مهمه لوبه ده. د افغانستان کرکټ ټیم دا دویم ځل دی چې د دغو لوبو نړیوال جام سیالیو ته ځان راراسوي. افغانستان لا تراوسه په هغو ټیمونو کې نه دی شامل چې دایمي د نړیوالو لوبو غړی ووسي. هر کال د یو شمیر هیوادونو سره مقابله کوي او بیا چې اول یا دویم راشي نو دې جام کې د نوروسترو ملکونو سره گروپ کې شاملیږي. د کال ٢٠١٠ د کرکټ د شل اوریزو لوبو په جام کې هم افغانستان د هند سره په گروپ کې راغلی وه او لوبه ې ورنه بایللې وه.

دا ځل افغانستان دوه کاله پس د یوې نوې جذبې او زیاتې تجربې سره د هند سره مقابلې ته ووځي .د افغانستان د کرکټ ټیم کپتان نوروز منگل هم ویلی دي چې دا ځل د تیر په نسبت د ښې لوبې او د گټلو په نیت میدان ته ووځي. د کرکټ په لوبه کې د افغانستان سفر که د هند د تجربې سره مقایسه شي نو هند ورنه ډیر مخکې او قوي دی .نو د هند سره د لوبې په وخت دا باید نظر کې ونیول شي هند کرکټ د یو ورځنیو لوبو اوسنی قهرمان دی. ټول ملک کې کرکټ د مکتب نه تر ملي ټیم پورې عام دی. د سلو کالو نه زیاته تجربه لري او په هر تخنیک ې پوره پوه دي
نو نن چې د افغانستان د کرکټ د ټیم او د هند دکرکټ د ټیم کومه لوبه کېږي د هغې په اړه ویل کیږی که افغانستان وگټله نو دا به د یو ستر او تاریخي خبر وي او که هند وگټله نو عادي خبر ده چې یو ستر ټیم ې د یو نوي ټیم نه ارو مرو گټي. د افغانستان کرکټ ټیم چې نن د کرکټ د نړۍ په صحنه په دومره مهم ځای موندلی دی .دغه نکته د افغان ولس دپاره ډیره د خوشالی ده . که لوبه گټي او که نه خو د افغانستان نوم چې دا نن ورځ په نړۍ کې دسپورت په رابطه یادیږي دا یو ستر خبر دی.
XS
SM
MD
LG