د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتو په کرېکټ کې بیا افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او اماراتو ترمنځ د کرېکټ دویمه نړیواله یوه ورځنۍ سیالي د افغانانو په ماتې پای ته ورسېده.

دغه لوبه نن یکشنبه د نومبر په ۳۰ نېټه په دوبۍ کې وشوه.

که څه هم افغان لوبغاړو اماراتو ته د ۲۸۰ منډو یو نسبتآ ستر هدف وټاکه، خو توپ اچوونکو یې د مخالفې لوبډلې د توپ وهوونکو مخه ونشوه نیولې.

په افغان لوبغاړو کې نوروز منګل تر ټولو ډېرې ۱۲۹ منډې وکړې او ورپسې افسر ځاځی و چې ۵۱ رنزونه یې وکړل.

په افغان لوبډلې کې لوی بدلون دا و چې حمید حسن له ډېرې مودې وروسته نن بیا ولوبېده، ده په لومړنیو اورونو کې د اماراتو د سر لوبغاړی وسوځوه، خو داسې ښکاري چې لا هم پوره رغېدلی نه وي. ده په اتو اورونو کې ۶۱ منډې ورکړې.

دا په یوې اونۍ کې د اماراتو په لاس، افغانستان دویمه ماتې ده، اماراتو د تېرې جمعې په ورځ هم افغانستان ته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړي له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په اماراتو کې دي او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته په تیاریو بوخت دي.

افغانستان تر دې وړاندې د نیوزلینډ الف لوبډلې ته هم په لوی توپیر سره لوبه وبایلله.

افغانستان به له اماراتو سره خپله درېیمه لوبه د ډسمبر په دویمه نېټه دسه شنبې په ورځ کوي.

افغانستان باید دوه پرلپسې لوبې وګټي چې له اماراتو سره د څلورو لوبو لړۍ دوه- دوه برابره کړه او امارات یوازې یوې بلې ګټې ته ضرورت لري چې، د دغه سیریز جام پورته کړي.

د کرېکټ یو شمېر مینوالو پوښتنه کوي، افغانستان چې د اماراتو او د نیوزلینډ الف لوبډلې ته لوبې بایلې، نو په نړیوال جام کې به د استرالیا، انګلینډ او نورو پیاوړو لوبډلو سره څه کوي؟

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG