د لاس رسي وړ اتصالات

کراکر: په افغانستان کې به کورنۍ جګړه ونه نښلي


په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر چې د ماموریت دوره یې مخ پر ختمېدو ده وايي چې په ۲۰۱۴ کال د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره به په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل نشي نه به په دې هیواد کې بد اقتصادي وضیعت رامنځ ته شي.

راین کراکر دغه خبري د اسو شیټیډ پریس خبري آژانس سره په مرکه کې کړي دي. ښاغلي کراکر وویل چې نړیوالې ټولنې د افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د مرستې ژمنه کړې ده.

ښاغلي کراکر زیاته کړه چې د افغانستان د اقلیتونو سیاسي مشران هم لیوالتیا ښيي چې ځانونو ته په راتلونکي حکومت کې ځای پیدا کړي. دوي کورنۍ جګړې ته اماده ګي ننیسي.

ښاغلي کراکر په دې هکله چې آیا قومونه د کورنۍ جګړې لپاره د مصلح کېدو په حال کې دي، وویل چې دا ډیره مشکله ده چې وویل شي چې دوي مصلح کېږي خو حقیقت دا دی چې دوي هیڅکله بې وسلې شوي نه وو.

په افغانستان کې په هرې برخې کې سیاسي هلې ځلې روانې دي او هیڅ داسي نښې نښانې نه ترسترګو کېږي چې ډلې سنګرونه جوړوي.

راین کراکر د امریکا د ډیپلوماسۍ د دستګاه څخه تقاعد اخلي هغه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې وظیفې اجرا کړي دي. دغه ۶۲ کلن ډیپلومات وايي چې د روغتیايي ناروغۍ له کبله خپل ماموریت یو کال مخکي پرېږدي.

هغه په کال ۲۰۱۱ کې د ولسمشر اوباما په شخصي غوښتنه د خپل تقاعد څخه راستون شو او د افغانستان سفارت یې ومنی.

د اسو شیټیډ پریس سره په مرکه کې کراکر وویل چې القاعده په افغانستان کې سخته کمزورې شوې ده . نوموړي وویل چې دغې ډلې په بشپړه توګه ماتې نه ده خوړلې او اوس یې هم ګواښ پېښ کړی دی خو زما په اند دوي خپل زیات وخت په دې لګوي چې څنګه ځانونه ژوندي وساتي. کراکړ وویل چې پر دوي باندي باید دغه فشار جاري وساتل شي.

XS
SM
MD
LG