د لاس رسي وړ اتصالات

که سبا ته طالبان او افغان حکومت سوله وکړي، ثبات راتلې شي؟


د ناټو عمومي منشي په برسلز کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي چې "جنگ نه شی گټلئ، خو په سوله کې ډیرې گټې کولی شئ."

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، که طالبان او د افغانستان حکومت سبا ته هم سوله وکړي، په هیواد کې به ثبات رانشي ځکه چې په افغانستان کې همدا اوس څلورغټې ستونزې موجودې دي.

د غیرمسؤلو وسله والو قومندانانو موجودیت، د سیمې د هیوادونو له لوري متوجه خطرونه، د طالب سره جگړه، او په افغانستان کې په مختلفو نومونو تر شلو زیاتو ډلو حضور، هغه ستونزې دي چې د ثبات راتللو په وړاندې غټ خنډونه جوړولی شي.

خو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ سوله، د نړیوالې ټولنې مشروع او منطقي حمایت، او د ناټو او امریکا په پالسیو کې بدلون دغه ستونزې هوارولی شي او په هیواد کې دایمي ثبات راوستلی شي.

د انتظار خادم مرکه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:03 0:00


XS
SM
MD
LG