د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغان بایسېکل ځغلوونکی له ولسمشر نه شکایت لري


فیروز خان له خپل پلار نادر خان ننګرهار سره پر بایسېکل اروپا او امریکا ته سفرونه وکړل

فیروز خان د نادر خان ننګرهاري زوی دی، ده له خپل پلار سره یو ځای له افغانستان څخه اروپا او بیا امریکا ته په بایسېکل سفرونه وکړل.

دی وايي له دغه زرګونه کیلیو مېتر سفر نه یې هدف دا و چې نړیوالو ته د سولې پیغام ورکړي او ورته ووايي چې افغانان سوله او مینه غواړي. د ده پلار په ۲۰۰۳ کال کې همداسې یو سفر کړی و.

فیروز خان امریکا غږ اشنا ته په یوې مرکې کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه شکایت وکړ او وویل" ولسمشر په عادي لاس ته راوړونو نور ورزشکاران ارک ته ورغواړي او مډالونه ورکوي، خو زه او زما پلار یې ونغوښتلو".

فیروز خان وايي "ما او زما پلار د افغانستان لپاره نړیوال ریکارډ جوړ کړ، موږ دا تمه لرله چې ولسمشر به مو ورغواړي، موږ ترې د کوم اپارتمان او یا بل څه تمه نلرله یوازې همدا مو غوښتل چې موږ سره وویني او شاباسي دې راکړي".

فیرزو له خپل پلار نادر خان ننګرهاري سره څو میاشتې مخکې امریکا ته پر بایسېکل سفر وکړ او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته ولاړل او له مخکني سرمنشي بانکي مون سره یې هم ولیدل.

فیروز خان او پلار یې نادر خان ننګرهاري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له سفیر محمود صیقل او د ملګرو ملتونو له مخکني سرمنشي بانکي مون سره
فیروز خان او پلار یې نادر خان ننګرهاري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له سفیر محمود صیقل او د ملګرو ملتونو له مخکني سرمنشي بانکي مون سره

نوموړی وايي دوی پلان درلوده چې "ولسمشر سره د لیدو په ورځ به خپل بایسېکلونه د افغانستان ملي میوزیم ته سپاري، ولسمشر وخت رانکړ بیا موږ په خپله دا بایسېکلونه ملي موزیم ته وسپارل".

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه سید حسین مرتضوي وویل چې د ارګ مطبوعاتي دفتر له دې مسئلې خبر نه دی.

فیروز خان وايي د بایسېکل ځغلونې په دغه تاریخي سفر کې ورسره د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات او د افغانستان سفارتونو مرسته کړې ده.

جعفر هاند له فیروز خان سره مرکه کړې ده، پوره مرکه یې دلته واورئ

XS
SM
MD
LG