د لاس رسي وړ اتصالات

بسم الله خان: د انتخاباتو دپاره پراخ امنیتي پلان لرو


Archive

Archive

د افغانستان د ملي دفاع وزير بسم الله خان محمدي د یکشنبې په ورځ په خوست ولايت کي وویل چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره په امنيتي لحاظ بشپړ چمتووالی لري. نوموړي زیاته کړه چې په ياده شوې برخه کې يې پر يوه پراخ امنيتي پلان کار کړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله خان محمدي نن ورځ خوست ولايت ته په خپل سفر کې د يوه لوړپوړي هئيت پر مشرۍ پر دې ټېنګار وکړ چې د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ امنيتي تدابير او چمتووالی لري.

جنرال بسم الله خان محمدي دغه څرګندونې د خوست له والي، امنيتي چارواکو، په ملي شورا کې د خوست د خلکو د ځينو استازو او دغه راز په دې ولايت کې د ټاکنو د دفتر له مسوولينو سره په يوه ګډه غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې په ټول هېواد کې يې د انتخاباتو د ښه ترسره کېدو لپاره بشپړ چمتووالی نيولی او د هر ډول ناامنيو د رامنځته کېدو مخه به ونيسي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې ټاکنې سبوتاژ کړي.

که څه هم د ملي دفاع وزير يادې شوې غونډې ته خبريالان نه وو ورغوښتل شوي خو د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ امريکاغږ ته وويل چې بسم الله خان محمدي پر دې ټينګار وکړ چې خلک کولای شي چې پرته له کومې ويرې د رايې اچونې مرکزونو ته لاړ او په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

د مبارز ځدراڼ په حواله ښاغلي محمدي له ټولو امنيتي مسوولينو وغوښتل چې د خلکو لپاره د يوې باثباته فضا په رامنځته کولو کې له جدي هڅو څخه کار واخلي. په دې اړه مبارز محمد ځدراڼ داسې وویل ،، د افغانستان د ملي دفاع وزير دا لازمه ګڼلې وه چې خوست ولايت ته راشي، له والي او نورو امنيتي چارواکو او منسوبينو سره وګوري چې په دغه ولايت کې د ټاکنو لپاره د ډاډمن امنيت انځور په خپلو سترګو وګوري،،.

په همدې حال کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي چې په دې ولايت کې د راتلونکو انتخاباتو په مخ کې هيڅ امنيتي ستونزې نه ويني.

هغه زياتوي چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې يې د آزادو، شفافو اوعادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د دغه ولايت په نظامي شورا کې د امنيتي تدابيرو لپاره پر يوه ګډ امنيتي پلان کار کړی دی.

ښاغلي والي نعيمي د ملي دفاع له وزير بسم الله خان محمدي څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د امنيتي ارګانونو د اکمال، تجهيز او پياوړتيا لپاره خپله توجه زياته کړي.

په همدې حال کې د خوست ځينې نور حکومتي چارواکي وايي يو شمېر هغه کسان چې غوښتل يې د انتخاباتو په ورځو کې ورانکاري فعاليتونه وکړي له ځينو جنګي مهماتو او وسلو سره يو ځای نيولي دي.

د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ امريکاغږ ته وويل چې دغه دوولس کسان يې له دوو عرادو موټرو او درې عرادو موټر سايکلو سره په داسې حال کې نيولي چې د وسله والو بريدونو پر تنظيمولو لګيا وو. نوموړي داسي وویل ،،دوولس کسان په تېرو دوو ورځو کې نيول شوي دي. له دوی سره درې راکټ انداز، ميقناطيسي بمونه، د ځانمرګي واسکټ، اووه ميله تومانچې، دوه عرادې موټر او درې عرادې موټر سايکل نيول شوي دي،،.

د افغانستان نظامي چارواکي په داسې حال کې په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدا لپاره د بشپړ چمتووالي خبرې کوي چې په دې وروستيو کې د حکومت وسله والو مخالفينو د ټاکنو په مخ کې د خنډ رامنځته کولو لپاره خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

وسله والو طالبانو همدارنګه ولسي خلکو ته هم خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
XS
SM
MD
LG